د کابل پېښې له سیمې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال ښاغلی خانجان الکوزی د کابل ښار 16 مې ناحیه  کې د پیښې ځای ته ولاړ او له زیانمنو سره یې لیدنه او خبرې وکړې.

د اتاق لومړي مرستیال د مارکیټونو له مالکانو ، هټۍ والو، کسبګرو، د سوداګریزو دفترونو مسولینو او د دغې پیښې د سیمې اوسیدونکو وضعیت د خفګان وړ وباله او وې ویل د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب خپل ځان تاسې ته د اوښتې زیانونو په غم کې شریک ګڼم.

الکوزي له حکومتي مسوولینو او د جګړې له ټولو ښکیلو خواوو وغوښتل چې په استوګنځایونو او سوداګریزو ځایونو نظامي فعالیتونه ونه کړي او د امکان صورت کې پوځي قطعات له سوداګریزو سیمو وباسي.

محترم الکوزي وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه ستاسې د هر یو غږ د حکومت مشرتابه ، نړۍ والې ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو ته رسوي. هڅه کوو له هرې لارې چې ممکن وي  ستاسې د نسبي زیانونو د جبران په موخه هلې ځلې ترسره کړو تر څو ستاسې کار سقوط نه شي.

دغه پیښه کې د سوداګریزو مارکیټونو له 300 ډېرې هټۍ ، ګلبار ښارګوټي ، تیلو ټانک او لسګونو شرکتونو او تشبثاتو ته درانه مالي زیانونه رسیدلي، چې په ابتدایې توګه سلګونه میلیونه افغانۍ اټکل شوی خو،  ډېرې څېړنې اړتیا ده.