د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایکو سازمان اجرائیه کمېټې په ۲۹مې او ۱۹مې عمومي ناسته کې ګډون وکړ

د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق (ECO – CCI) اجرائیه کمېټې په ۲۹مې او ۱۹مې عمومي ناسته کې چې د ترکيي څخه ایران ته د یاد سازمان د سکرتریت د انتقال په موخه جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د انجنیر سید جاوید برهان تر مشرۍ لاندی په آنلاین ډول ګډون وکړ.
 
د ایکو سازمان د مدیره پلاوي ریاست او سکرتریت له هرو دریو کلونو وروسته، یو له غړیو هېوادونو ته چې افغانستان هم ددغه سازمان غړیتوب لري، انتقالیږي.
 
په یاده ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د ایکو د ملي کمېټې غړي ښاغلي احسان سخي، د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي، په ترکیه کې د ایکو اتاق رئیس، د ایران، تاجکستان، ترکمنستان، پاکستان، آذربایجان، قزاقستان او قرغزستان اتاقونو رئیسانو او د ایکو بانک رئیس په آنلاین ډول د ګډون ترڅنګ، ویناوې هم وکړې.
 
ښاغلي برهان د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د رژیم د بدلون او د هیواد د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او د افغانانو سره يي د یاد سازمان له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت هم د نړۍ له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د ایکو سازمان له غړیو هېوادونو سره د ښو اړیکو اراده لري. او بله داچې د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
 
ښاغلي برهان د (ایکوتا) سوداګریزو آسانتیاوو هوکړه لیک په عملي کیدو او د اقتصاي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په مخامخ ناستو جوړیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي برهان په هېواد کې د ښه امنیت ډاډ ورکړ او له هېوادونو يي وغوښتل چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.
 
دغه راز په دې کتنه کې د ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو ننګونو د حل او د ویزې د اسانتیا په اړه خبرې وشوې او ویناوالو د دغه سازمان د غړو هېوادونو سوداګرو، پانګوالو او ټرانسپورټي شرکتونو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.