د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال د هېواد د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د بلخ، جوزجان، اندخوی ولایتي اتاقونو رئیسانو او د شمالي ولایتونو یو شمیر سوداګرو د هېواد د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدي د هېواد د سوداګرو د ستونزو حل په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او د هېواد په بندرونو کې د سوداګرو د ځینو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، يي د یادو ستونزو حل په برخه کې د یاد وزارت همکاري اړینه وبلله.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوى ولایتي اتاقونو ريئسانو او د کندز سوداګرو د ټرانزيټي ستونزو، بهر ته د سوداګرو د پيسو په لېږد کې ځنډ، د لازمو بانکي اسانتياوو د نشتوالي، درې مياشتني راپور او د حيرتان بندر په پرتله له آقینه بندر څخه د ترانزيټي املاکو لوړ لګښتونو یادولو ترڅنګ، دوی د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوی د بانکي او ګمرکي ستونزو په حل کې له اړوندو دولتي ادارو سره همکاري وکړي.
 
ښاغلي عزیزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د هېواد د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کړي دي.
 
ښاغلي عزیزي ډاډ ورکړ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور د یوه مهم شریک په توګه د سوداګرو او پانګوالو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګي او د اړوندو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو لپاره ژمن دی.