د ټایرونو او مبلایل واردونکو اتحادیې استازو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رهبرۍ سره خپلې ستونزې شریکې کړې

دغه ناسته د اتاق د مدیره پلاوي محترمو لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د څارنې پلاوي منشي عبدالمتین قلندري په حضور او د ټایرونو، مبلایل او بطرۍ واردونکو سوداګرو د استازو په ګډون د اتاق مرکزي دفتر کې وشوه.
 
د ټایر، مبلایل او بطریو واردونکو سوداګرو د دې برخې د اتحادیې لپاره د جواز، په ګمرکونو کې له ټن څخه د آمپیر په محاسبه د بطریو د محصول اخېستل، د ګرځنده (سیار) مراقبت، د نړیوال مارکیټ کې د مبلایل د نرخ لوړیدل او د هېواد ګمرکونو کې په دغه جنس د محصول نه کمیدو او د مالیې وزارت له لوري د ربعوار راپور ستونزې بیان کړی. دوی د اتاق له رهبرۍ وغوښتل، چې له اړوندو ادارو سره د شته ستونزو حل کولو کې مرسته وکړي.
 
ښاغلي مهمند یادو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، او د صادراتو او وارداتو برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې له دې اتحادیې سره به د جواز اخېستلو کې مرسته وکړي، د ګمرکي تعرفې او د ګمرک د ګرځنده مراقبت ستونزې به هم له ګمرکونو او عوایدو معینیت سره شریکې کړي.
ښاغلي خیرالدین مایل د ټای، بطریو او مبلایل له واردونکو د ستونزو د تایید تر څنګ ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به یې ستونزو د مالیې وزارت سره رهبرۍ سره شریکې کړي.