د اتاق د درېمو ټاکنو د تخینکي او تدارکاتي ډلو څلورمه غونډه ترسره شوه

د افغانستان  د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرکز، ولایتي / ولسوالیو  خونو د درېمو ټاکنو د ترسره کیدو او بریالي مدیریت په موخه  د تخینکي او تدارکاتي ټیمونو څلورمه ناسته د اتاق د عامل پلاوي د مرستیالانو او د اتاق د بېلابېلو څانګو مسوولینو  او کارکونکو په ګډون د 1398 د چنګاښ په څلورمه نېټه  د سه شنبې ورځ  جوړه شوه.

د دې غونډې پېل کې د مسوولینو لخوا د ټاکنو ترسره کولو تخنیکي او عملي پروسه تشریح شوه او بیا  په مرکز او ولایتي / ولسوالیو اتاقونو کې د هغې د ښه ترسره کیدو په موخه د اتاق د غونډو په تالار کې د نمونې په بڼه ټاکنې ترسره شوې ترڅو، د تخنیکي ټیم کارکونکي وکولای شي په راتلونکې کې  ټاکنې په ښه بڼه ترسره کړي.

د  ټاکنو مهال ویش د جدول مطابق، د اتاق دریمې ټاکنې د وږې میاشت پر درېمه نېټه په  27 ولایتي / ولسوالۍ خونو کې  پېل او د روان کال د وږې پر 21مه پای ته رسیږي. د ډېرو معلوماتو لپاره کولای شئ د اتاق درېمو ټاکنو د مهال وېش جدول چې لاندې خپور شوی، مراجعه وکړئ.