افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د فدراسيون رهبرۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو دپراختيا او شته ستونزو لمنځه وړلو په موخه غونډه جوړه شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ شته ستونزو حل او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رييس ښاغلي توکل احمد يار، د اتاق د مديره پلاوي سوداګريز مرستيال خير الدين مايل احمدي، د اتاق د پانګونې مرستيال سلطان محمد صافي، د اتاق د نړيوالو اړيکو د کميټې رييس سيد جاويد برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست شفیق الله عطايي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډ اتاق مشر خان جان الکوزي، دغه راز د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د فدراسیون مشر ښاغلي عرفان اقبال شيخ، د پاکستان د سوداګرۍ اتاق مرستيال ښاغلي جمال الدين اچکزي، د پاکستان د سوداګرۍ اتاق د مديره پلاوي پخواني مرستيالانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال میرویس هوتک او د اتاق د صادراتو او پانګونې پراختيا، نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټونو مسوولينو په حضور کې ترسره شوه.
 
په پيل کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د فدراسیون مشر ښاغلي عرفان اقبال شيخ، د‌ غونډې هدف تشريح او ګډونوالو ته ښه راغلاست وينا وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي مشر ښاغلي توکل احمد يار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزو يادونه وکړه او دغه ډول ناستې يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختيا کې ګټورې وبللې.
 
ښاغلي احمديار وويل: (پاکستان د افغانستان مهم تجارتي شريک دی، خو متاسفانه، چې د پاکستان له لوري له افغان سوداګرو سره ښه چلند نه کيږي. زه د افغانستان د خصوصي سکتور په استازيتوب له پاکستاني چارواکو غواړم، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې افغان سوداګرو لپاره همکاري او اسانتياوې رامنځته ته کړي.)
 
په دغه غونډه کې د افغانستان او پاکستان د اتاقونو مسوولينو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت برخه کې په موجوده ستونزو په ځانګړي ډول د پيسو انتقالاتو، د صادراتو او وارداتو، ګمرکي او ټرانزيټي ننګونو په لمنځه وړلو ټينګار وکړ.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق فدراسيون مسوولينو په اوسني وخت کې افغانستان سره د بانک له طريقه د پيسو ليږد او راليږد محدودیت ته په اشارې وویل، چې بايد د افغانستان مرکزي بانک يو حل لپاره اقدام وکړي.
 
د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق فدراسيون او د پيسو د انتقال ستونزو په نظر کې نيولو سره د بارتر تجارت (د جنس بدل کې جنس) په مروج کولو ټينګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستيال ښاغلي سلطان محمد صافي په پاکستان کې افغان سوداګرو او پانګوالو د کار په وړاندې شته ستونزې بيان کړې ويې ويل: ( له ډير وخت راهيسي د پاکستان حکومت له مسولينو، د پاکستان پارلمان د مشر او نورو چارواکو سره د دغه ستونزو د لمنځه وړلو ټينګار کوي، خو تر اوسه د ستونزو حل لپاره عملي اقدامات نه دي شوي.)
 
ښاغلي صافي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د بيلانس لوړ تفاوت ته اشارې په اوس وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بارتر سوداګري ناممکن وبلله او د دې سوداګرۍ د شرايطو مساعد کيدو لپاره يې، د همغږۍ د مشترکې کمېټې جوړلو وړاندیز ترڅنګ، له پاکستاني پانګه والو وغوښتل، چې افغانستان کې پانګونه وکړي، تر څو د موادو پروسس او صادرات زيات شي.
د اتاق تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي له پاکستان سره د بارتر سوداګرۍ د پراختیا هر کلی وکړ، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس کې لوړ توپير ته په کتو یې د اوس لپاره کافي نه بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیسو انتقال ستونزې حل کولو لپاره د مناسبو لارو پیدا کولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ برخه کې شته ستونزو یادونه وکړه ویې ویل، چې دوی عمدتآ پاکستان ته د صادراتو د تخنیکي ستونزو په تړاو د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشخص وړاندیزونه شریک کړي دي.
 
د‌ غونډې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نړيوالو اړيکو کميټې مشر ښاغلي سيد جاويد برهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ اپټا تړون د ښه تطبيق ، د صادراتو او وارداتو توازن لپاره د افغانستان د مېوو، د تالک، کرومايټ ډبرو پروسس او صادراتو برخه کې د پاکستان د خصوصي سکتور د پانګونې او ګډ کاري ګروپونو د ايجاد غوښتنه وکړه.