د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اسلامي همکارۍ سازمان سرې میاشتې ځانګړي استازي سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د اسلامي همکارۍ سازمان سرې میاشتې ځانګړي استازي ښاغلي عمر تاسلي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د یاد سازمان د پروژو د تطبیق او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي تاسلي وویل " د اسلامي همکارۍ سازمان سره میاشت د اسلامي هېوادونو سازمان تر چتر لاندی فعالیت کوي او پام کې لري چې په افغانستان کې دوه پروګرامونه چې عبارت دي له: افغانانو ته د بشردوستانه مرستو ویش او افغان بزګرانو سره د مالدارۍ، کرنې او فارمونو په برخه کې مرسته کول پلي کړي."
 
نوموړي زیاته کړه چې یادې لنډ مهاله او اوږدمهاله دوه پروژې به نږدی راتلونکي کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ او همغږۍ سره پلی او د پروژو د تطبیق په برخه کې يي د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي تاسلي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق د ۹۰ کلونو مخینې په اړه بشپړ مالومات ورکړل.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "د افغانستان د سوداګراۍ او پانګونې اتاق د هرې هغې پروژې او پروګرام چې د افغانانو په ګټه، په اوږدمهال کې افغانانو ته د کارموندنې زمینې برابرولو ترڅنګ، کولی شي هېواد د ځان بسیاینې په لور بوځي، ملاتړ کوي."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې، په هېواد کې د اداري فساد نه شتون د عام المنفعه پروژو د تطبیق لپاره یو ښه فرصت وباله او ددی پروژو د تطبیق په برخه کې يي د اتاق د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.