د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د غذايي خوندیتوب اسلامي مؤسسې له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د غذايي خوندیتوب اسلامي مؤسسې له رئیس دولت یمبردیف، د یادې مؤسسې د اړیکو مدیر ښاغلي عبدالله منافي موتولو او د یادې مؤسسې د پروګرامونو آمر ښاغلي داستان زولداسوف سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، د قزاقستان څخه افغانستان ته د یادې مؤسسې د بشري مرستو لیږد بهیر کې د اتاق د تخنیکي همکاریو او د لاس لاندی پروژو تطبیق په اړه خبرې اترې وکړې.
 
دغه کنفرانس چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت جوړ شوی و، په پیل کې دولت یمبردیف د دریو پروژو د تطبیق په اړه لاندې معلومات وړاندې شول:
• د قزاقستان د غذايي خوندیتوب اسلامي مؤسسې د غنمو او اوړو د مرستې او د افغانستان خلکو ته د هغې د لیږد پروژه.
• د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د دې پروژې پلي کول، چې د روان کال په جنورۍ کې د اسلامي هېوادونو د سازمان او د اسلامي هېوادونو د سرې میاشتې تر منځ د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک شو.
 
• او له افغان کروندګرو سره د تراکتورونو او اصلاح شویو تخمونو په مرسته د لا زیاتو غنمو د تولید او کرنې په برخه کې د خوراکي توکو د زیاتوالي او ۵۰ زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي.
 
ورپسې ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څو کلونو د فعالیتونو په اړه د غذايي خوندیتوب اسلامي مؤسسې مسؤلینو ته معلومات ورکړل او په اوسني وضعیت کې یې د افغانستان د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت د یادولو په ترڅ کې یې ستاینه وکړه. د افغان ولس لپاره د خوراکي توکو د پلان د پلي کېدو هرکلی وکړ او د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره یې اغېزمن وباله.
 
ښاغلي مهمند د یادو پروژو د تطبیق په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیکي همکارۍ او په ځانګړې توګه د ټرانسپورټي او لوژستیکي شرکتونو له لارې د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.