د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د افغان – پاک ګډ اتاق د پاکستان د پارلمان له رئیس او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ولسمشر ځانګړي استازي سره دوه جلا ناستې ترسره کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د کانونو او صنایعو اتاق رئیس ښاغلي تور ملنګ شګیوال، د پنجشیر ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نجابت حیدري، د ننګرهار ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي حاجي ببرک پاکستان ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ د پاکستان پارلمان له رئیس ښاغلي اسد قیصار او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي صادق خان سره لیده کاته وکړل.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان پارلمان له رئیس سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شتو سوداګریزو ستونزو، د ګډو پانګه اچونو ترویج، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، د لازمې همغږۍ په ترسره کولو او د افغانستان خلکو او خصوصي سکتور سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.
 
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ولسمشر ځانګړي استازي سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د افغان – پاک ګډ اتاق، افغانستان ته د سوداګریزو توکو لیږد په برخه کې د شتو تخنیکي ستونزو، د پاکستان له پولو څخه په ګټې اخیستنې د سویلي آسیا نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو لیږد، افغان سوداګرو ته د پاکستان ویزو صدور په برخه کې شتو ستونزو او د ګډو پانګه اچونو جلب په اړه خبرې اترې وکړې.