د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پاکستان د لاهور اتاق سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې، د لاهور صنعتي پارکونو لیدلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د پاکستان د لاهور اتاق ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
د سلطان محمد صافي تر ریاست لاندی په یاد سفر کې د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد، د پنجشیر ولایتي اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي نجابت حیدري، ښاغلي تورملنګ شګیوال د کانونو او صنایعو اتاق رئیس او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي حاجي ببرک هم ګډون درلود.
 
په لومړي ګام کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پنجاب صوبې د صنعتي پارکونو او نورو مختلفو سکتورنو څخه لیدنه وکړه. د لاهور ښار د سترو صنعتي ودانیو لرلو ترڅنګ، په ۲۵ مختلفو سکتورونو کې د ۵۳۳ شرکتونو لرونکی ښار دی، چې په آزادو اقتصادي زونونو کې د ډیرو تجربو لرلو سره د خورا اهمیت څخه برخمن دی.
 
د پاکستان پنجاب صوبې سره ګډې همکارۍ کولی شي، چې د ګډو پانګه اچونو د جلب او د هېواد د اقتصادي رغښت سبب وګرځي.
سربیره پردی، د اتاق مشرتابه پلاوي او ورسره مل ټیم د سندر ښارګوټي د آزادو اقتصادي زونونو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل "نوموړي زونونه د ډیرو پانګه اچونو د جلب وړتیا لري."
 
د یادو صنعتي پارکونو او آزادو اقتصادي زونونو له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق مشرتابه پلاوي په ګډو همکاریو ټینګار وکړ او له دوی څخه يي وغوښتل چې د آزادو اقتصادي زونونو او صنعتي پارکونو رامنځته کولو په برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي مالومات د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره شریک کړي.
 
د پورته یادو ناستو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د پاکستان لاهور سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، دواړو خواو د سوداګریزو شخړو حل په برخه کې د کمېټو رامنځته کولو، د واګه بندر له لاری د صادراتو د زیاتوالي او لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو او د ګډو پانګه اچونو راجلبولو په موخه هوکړه وکړه.