د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر وروستۍ پریکړې په اړه د شهزاده سرای صرافانو لاریون وکړ

په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې سلګونو صرافانو او سوداګرو د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په اړه چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو یوه برخه دی د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته ځانګړې کړی شي، په غبرګون کې لاریون وکړ او په کلکه یې وغندله.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ولسمشر بایډن د پریکړې غندلو ترڅنګ، زیاته کړه " په بهر کې هیڅوک یا بانک دا واک نه لري چې د افغانستان کنګل شوېو اسعارو زیرمې او پیسې د خپلو موخو لپاره وکاروي یا بل چا ته یې انتقال کړي."
 
ښاغلي مهمند یاده چاره د نړیوالو بانکي اصولو خلاف وبلله.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ولسمشر بایډن پریکړې غندلو ترڅنګ، وویل "ولسمشر بایډن چې د کومو پیسو په اړه پریکړه کړې ده، هغه پیسې یواځی د افغانستان شریف ولس پوری اړه لري او بل هیڅوک تری د ګټې اخیستنې حق نه لري."
 
ښاغلي باز زیاته کړه "د افغانستان شریف ولس د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو څخه غواړي چې د دوی کنګل شوې پیسې ورته بیرته خوشې کړي ترڅو د هېواد په اقتصادي رغښت کې د رغنده رول لوبولو ترڅنګ، د اقتصادي پراختیا، زیربناوو د جوړښت او د سوداګرۍ غښتلتیا سبب وګرځي."
 
همدارنګه د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم سوداګرو او صرافانو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر وروستۍ پریکړه چې د افغانستان د کنګل شویو اسعارو یوه برخه دی د سپټمبر ۱۱مې قربانیاتو ته ورکړل شي دغندلو ترڅنګ، د یادو پیسو د آزادۍ غوښتنه وکړه.