د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشترتابه پلاوي او د افغانستان لپاره د ترکيي سفیر د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو نندارتون څخه لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د درالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، د افغانستان لپاره د ترکيي سفیر ښاغلي جیهاد ارګنای او په کابل کې د ترکيي سفارت سوداګریز چاروال ښاغلي بوزات، د کسبګرو اتاق په نوښت سره د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مهمند د ترکيي سفیر او د ترکيي سفارت چاروال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد د خصوصي سکتور سره د ترکيي سفارت د دوامداره همکاریو او په دی وروستیو میاشتو کې د افغان ولس سره د ترکيي هېواد د بشري مرستو له امله مننه وکړه او د سوداګریزو اړیکو پر غښتلتیا او ګډو پانګه اچونو يي ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د ترکيي سفارت سوداګریز چاروال سره د اتاق وړاندیزونه چې عبارت دي له: د دواړو هېوادونو د سوداګریزو پلاوو سفر، د ترکيي هېواد سوداګریز اتاق، سوداګرو او پانګه والو سره د آنلاین او مخامخ کنفرانسونو جوړولو او د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو پانګه اچونو په موخه د هېواد د کانونو وزیر سره د ناستې ترسره کولو یادونه وکړه.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او اوږدمهاله اړیکو ته د اشارې کولو ترڅنګ، په ترکیه کې د افغان پانګونې چې درېیم مقام يي خپل کړی، یادونه وکړه او په افغانستان کې یې د ترکي پانګوالو د متقابلو پانګونو غوښتنه وکړه.

ښاغلي باز افغان اتباعو ته د ویزو د ورکړې ستونزه د اړیکو د ټینګښت په لاره کې یوه له جدي ننګونو څخه وبلله او په دې برخه کې یې د اسانتیاوو رامنځته کول اړین وبلل.  

په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جیهاد ارګنای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او دوستۍ یادونه وکړه او د سوداګریزو اړیکو ټینګښت یې د دغه سفارت له لومړیتوبونو څخه وګڼه. نوموړي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ترکي سوداګرو او پانګوالو د لېوالتيا يادونه وکړه او د ترکي او نړيوالو پانګوالو لپاره يې په افغانستان کې د پانګه اچونې په برخه کې د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ارګنای د ویزو د ورکړې په برخه کې وویل، چې په لومړي ګام کې به د ویزو د ورکړې چارې له کابل ولایت څخه پیل او بیا به په نورو ولایتونو کې د ترکیې په قونسلګریو کې عملي شي.
ورپسې د ترکیې سفیر او د اتاق مشرتابه پلاوي یو ځای د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو له غرفو څخه لیدنه وکړه او لاسي صنایع او کورني تولیدات د ترکیې سفیر د پام وړ وګرځیدل.