دولتي ادارو کې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ فرهنګ د پراختیا طرحې ناسته

دولتي ادارو کې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ فرهنګ د پراختیا طرحې غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي په مشرۍ په خپل کاري دفتر کې د اتاق د مدیره پلاوي د غړو د یو شمېر متشبثینو او صادرونکو د استازو په ګډون دوشنبې ورځ د غبرګولي پر 20 مه جوړه شوه.

دغه ناسته کې لومړی د هېواد د اقتصاد وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا  مالي او د سوداګرۍ مشرې آغلې مهناز انوري  یاده طرحه ولوستله او د دغې طرحې په تړاو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشرتابه  پلاوي او په غونډه کې د حاضرو سوداګرو د نظرونو غوښتنه  یې وکړه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي له دغې طرحې هر کلی وکړ او د اقتصاد وزارت د نوښت لرونکو پروګرامونو یې مننه وکړه. هغه د دې طرحې د ډېرې پراختیا او اغیزمنتوب لپاره د اتاق د مشرتابه ، سوداګرو او د خصوصي سکتور د ټولو غړو نظرونه وړاندې کړل. د خصوصي سکتور په وړاندې ننګونې چې د کارونو په جریان کې یې هره ورځ ورسره مخ دي مشخص کړل ، ترڅو نهایي طرحه کې ځای پر ځای او د افغانستان د حکومتي چارواکو سره مطرح شي.

 

همدا راز د اتاق د مدیره پلاوي صنعتي مرستیال الحاج باز محمد افسرزي او د اتاق د خوراکي توکو د کمېټې مشر ښاغلي حاجي نظام الدین تاج زاده  خپلې طرحې، نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل. دوی حکومتي ادارو کې د فساد موجودیت چې په یو فرهنګ بدل شوی یو له عمده ننګونو یاد کړ.

په پای کې د سوداګرو او متشبثینو ټولنو چې غونډه کې یې حضور درلود شته ستونزې او د خپلو ستونزو حل لارې یې شریکې کړې او پریکړه دا شوه، چې وروستۍ شوې طرحه کې یو ځای او وروستي تصویب په موخه حکومتي مشرانو ته وړاندې شي.