د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي څوارلسمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې څوارلسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجیر سید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي آذرخش حافظي، خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، محمد ګردیزي، عصمت الله وردګ، محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، سید پرویز سادات هوفیاني، فواد دوست، جان آقا صادقي، احمد شکیب احمدیار، بهادر خیرخواه او ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د مشرتابه پلاوي ځینو غړیو په آنلاین ډول ګډون درلود.
 
د ناستې اجنډا د ښاغلي ذکریا بریالي لخوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوه او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د غونډې ګډونوالو ته د عامل پلاوي کاري رپورټ وړاندی کړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د ټولو ملي سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې بیرته د هېواد د اقتصادي رغښت په موخه خپلو سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي احمدیار د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته د لا ښه فعالیت زمینه برابره او لازمې آسانتیاوې ورته په واک کې ورکړي.
د مدیره پلاوي غړیو، د ۱۴۰۱ لمریز کال د تشکیل او بودیجې تصویب، د غړیتوب آمریت د سلاح ګرځولو د پروسیجر تصویب، د اجرائیه کمېټې د اوولسمې ناستې د پریکړو تصویب، او د مدیره او عامل پلاوو د وړاندیزونو په اړه خپل نظرونه څرګند او په اړه يي لازمې پریکړې وکړې.