په کابل کې، اروپایي ټولنې ته د وارداتو د معیارونو په تړاو د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

دغه ورکشاپ چې د افغانستان  د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د نړۍوالې سوداګرۍ مرکز لخوا د روان کال غبرګولي پر 8مه د چهارشنبې ورځ د هېواد  ګڼ شمېر سوداګرو او صادرونکو په ګډون د کابل پارک سټار هوټل کې جوړ شوې و، پېل یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي شفیق الله عطایي په وېنا سره وشو.

ښاغلي عطایي، د دغه ورکشاپ د جوړوونکو په ځانګړې توګه د نړۍوالې سوداګرۍ مرکز څخه د مننې ترڅنګ اروپایي بازارونو کې د افغانستان محصولاتو تقاضا او همدا راز هغه ستونزې توضیح کړي، چې افغان سوداګر ورسره اروپایي هېوادونو ته د لیږد پر مهال مخ وي، نوموړي وویل: " د دغه ډول ورکشاپونو جوړول اروپا ته د پراخو صادراتو لپاره اساسي او کلیدي اړتیا ده . له بده مرغه د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره چې د امکاناتو له نظره او د کیفیت د تصدیق معیاري سیستم نشتوالي په ډېره ټیټه کچه ( د شل میلیونو ډالرو حدودو کې) اروپایي هېوادونو ته صادرات لرو، داسې حال کې چې کولای شو اروپا ته د افغانستان د صادراتو لپاره لوی پوتنسیل ولرو."

هغه زیاته کړه : " له نېکمرغه چې مونږ له بېلابېلو ځمکنیو او هوایي لارو او مسیرونو له اروپا سره وصل شوي یو او ډېر ژر د ریکس سیستم سره وصل کیږو، چې زمونږ صادرات به لوی ګمرکي معافیتونه ترلاسه کړي چې افغانستان کولای شي د 50 کم پراختیا هېوادونو په ډله کې د دغو ګمرکي معافیتونو ګټه واخلي."

، ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړۍوالې سوداګرۍ د سازمان مشر ښاغلی ذبیح الله مدبر، اروپا ته د صادراتو او د هغې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او د دې ورکشاپ جوړیدل یې د صادراتو پروسې د پوهاوي لپاره ګټور وباله،  وې ویل:  "د صنعت او سوداګرۍ وزارت څو پروګرامونو ته تابیا نېولې چې د افغانستان محصولات په هغو معیارونو او باور لیکونو برابر کړي چې اروپا کې اعتبار ولري."

همدا رنګه د اروپایي ټولنې د خوراکي توکو د خوندیتوب سلاکار ښاغلي پاتریک دیبویسر، ګډونوالو ته د دوه معلوماتي پریزینټیشنونو ترڅ کې اروپا ته د صادراتو د معیارونو بېلابېل پړاونه وړاندې کړل.


د یادونې وړ ده، که چېرې د افغانستان صادراتي محصولاتو بسته بندي،معیارونه او په شمول د اروپايي  سټنډرډ د کیفیت  باور لیکونو مطابق چمتو شي، اروپایي بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو لپاره ډېره تقاضا وجود لري.