د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست او د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې سره د اتاق د عامل پلاوي د مشر ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مشر ښاغلي عتیق الله نصرت په جلا ناستو کې د ا.ا.ج د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي او د ټاکنو محترم خپلواک کمېسیون مشرې آغلې حوا علم نورستانۍ سره د 1398 کال  وږې میاشت کې د اتاق د دریمو ټاکنو د چمتووالي او څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

د عامل پلاوي مشر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له جلالتمآب سرپرست سره په ناسته کې د ټاکنو ترسره کیدو د مهال وېش جدول د تشریح ترڅنګ، ښاغلي احمدي سره د اتاق د درېمو ټاکنو ترسره کولو چمتووالی او د ټاکنو بڼه په تفصیل سره شریک کړل چې په پایله کې د هغه جلالتمآب د پام وړ وګرخید او د ټاکنو ترسره کیدو برخه کې یې د اتاق له چمتووالي هر کلی وکړ.

د دې په تعقیب سره د اتاق د عامل پلاوي مشر د ټاکنو محترم خپلواک کمېسیون مشرې آغلې حوا علم نورستانۍ سره ناسته کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې تېرو ټاکنو کې د ټاکنو محترم خپلواک کمېسیون د تلپاتې همکاریو د خوښۍ او مننې ترڅنګ د درېم ځل ټاکنو ترسره کیدو پر وخت او څرنګوالي بحث وکړ او نظرونه یې سره شریک کړل، چې پایله کې د ټاکنو محترم خپلواک کمېسیون د اتاق د دریمو انتخاباتو ترسره کیدو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د اتاق د ښه ټاکنو ترسره کولو کې د همکارۍ د هوکړه لیک د لاسلیک کولو لپاره چمتووالي اعلان کړ.