د خصوصي سکتور په پانګونه د پلازمېنې ټرانسپورټي ترمینل پرانستل شو

د ټرانسپورټي زیربناو جوړیدو برخه کې د ملي یووالي حکومت او ټرانسپورټ وزارت د ژمنو لړۍ کې د پلازمېنې د مسافر وړنکو ترمینل د ۴۰۰۰۰ متره مربع ځمکې مساحت سره د افغانستان د سرې میاشتې ملکیت کې چې د رغونې چارې یې په ۱۳۹۴ کال کې د خصوصي سکتور په نوښت د خېرخانې مېنې لومړۍ حصې  حلقوي سړک کې پېل شوې وې، د 1398 کال د غبرګولي پر 2 مه د پنجشنبې ورځ د ټرانسپورټ وزیر انجنیر یما یاري ، د سرې میاشتې مشرې آغلې حسن بانو غضنفر ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند له لوري د دولتي چارواکو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، د خصوصي سکتور غړو او د ټرانسپورټي شرکتونو د مشرانو په ګډون  رسمآ پرانستل شو.

ښاغلي یما یاري، د دغه ترمینل جوړیدل د ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو کې مهم وباله وې ویل: د دې ترمینل جوړیدا چې د خصوصي سکتور لخوا د سرې میاشتې په همکارۍ کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت ، ټرانسپورټي نظم، د ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کول و او اسانتېاو لپاره ترسره شوې ، ټرانسپورټي شرکتونه له دې وروسته کولای شي د کړنلارې مطابق له دغه مرکز د هېواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړي.

ښاغلي یاري زیاته کړه، ټرانسپورټي شرکتونه مکلف دي چې د پلازمېنې له ترمینل د طرز العمل مطابق په سمه بڼه فعالیت وکړي او له دې پرته به له سرغړونکو شرکتونو سره قانوني چلند وشي.

ښاغلي مومند، د حکومت او ټرانسپورټ وزارت دغه اقدام وستایه او په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ محترم وزیر، د هېواد د سرې میاشتې مشرې ، چې خصوصي سکتور ته یې د دغه ترمینل ځمکه په واک کې ورکړې او د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو چې دغه برخه کې یې پانګونه کړې له همکارۍ او هڅو منندوۍ او خوښي وښوده.

ښاغلي مومند، د هېواد د ټرانسپورټ له وزارت وغوښتل، چې باید د هغو شرکتونو له پانګونې ملاتړ وشي چې په دغه برخه کې یې پانګونه کړې ده. هغه کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې اساسي لاملونه ، د معیاري واټونو نه موجودیت، د پلټنې د پوستو جوړیدل او د دست فروشانو لپاره د مناسب ځای نشتوالی یاد کړل.

د یادونې وړ ده، چې د پلازمېنې د مسافر وړونکو ټرانسپورټي ترمینل د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت سره جوړ شوی، چې د ۵۰۰ لویو بسونو ظرفیت درلودنکی دی او کولای شي په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰۰۰ مسافرو ته ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې کړي.