د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ښه توګه نمانځلو د چمتووالي په موخه د همغږۍ ناسته

د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په ښه توګه نمانځلو  او ترسره کیدو په موخه د چمتووالي د همغږۍ ګډه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي په مشرۍ د  جمهوري ریاست د چارو ادارې د استازو، د صنایعو او کانونو خونې مشر، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د استازې ، د اتاق د عامل پلاوي د تخنیکي او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطایي او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بېلابېلو ډیپارټمنټونو مسوولینو په ګډون د ښاغلي الکوزي دفتر کې جوړه شوه.

دغه ناسته کې، لومړی ښاغلي الکوزي د  هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په شانداره بڼه نمانځنې په اړه د هېواد جمهور رئیس د حکم په تړاو خبرې وکړې وې ویل، چې درې واړه خونې باید د یوې ناستې په ترڅ کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن جوړیدو برخه کې د خصوصي سکتور د ونډې په هکله خپلې دندې ځانګړې او توحید کړي ترڅو، د خصوصي سکتور اقداماتو په توګه یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته راپور ورکړل شي.

د چارو ادارې د اړیکو او عامه پوهاوي سلاکار ښاغلي نظیف الله شاهین د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې د ښه جشن جوړیدو برخه کې د هېواد د ولسمشر د حکم په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه برخه کې د خصوصي سکتور پر ونډې ټینګار وکړ.

همدا راز د سوداګرۍ او صنایعو خونې سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند ، د خصوصي سکتور د اقداماتو او د بېلابېلو اتاقونو ترمنځ د دندو ویش د څرنګوالي برخه کې خپل نظرونه څرګند کړل.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي او د اتاق د خوراکي توکو د کمېټې مشر ښاغلي الحاج نظام الدین تاج زاده ، د خصوصي سکتور  د ټولو غړو د ونډې او د اتاق له لوري د هغوی د هڅونې په تړاو خپل ځانګړي وړاندیزونه مطرح کړل.

د صنایعو او کانونو خونې مشر ښاغلي الحاج شېرباز کمین زاده ، د معادن او صنایعو سکتور د ونډې او همدا راز د خصوصي سکتور د غړو ګډو پلانونو برخه کې خپلې طرحې او نظرونه هم وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې پریکړه  وشوه ، چې اتاق به لومړی د هېواد د ولسمشر د حکم په پام کې نیولو سره خپلې دندې او اقدامات ځانګړي کړي او په راتلونکې ناسته کې به یې د نهایي پریکړو لپاره شریک کړي، دغه برخه کې د همغږۍ یوه ګډه کاري ډله هم جوړه شوه.