په مارکېټونو کې د خوراکي توکو د بېو په اړه د خوړو سکتور له مسوولینو سره د اتاق ناسته ترسره شوه

د روژې مبارکې میاشت په را رسېدو او د خوراکي توکو د بېو لوړیدو او همدا راز له دې اړخه د خلکو انديښنو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوي د واردونکو د صنفونو او ټولنو له مشرانو، د خوراکي سکتور او لومړنیو توکو له مسوولینو سره ناسته ترسره او د بازارونو موجوده وضعیت او د هغې پر حل لارو یې بحث  او ارزونه وکړه.

د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند د دغې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغو تدابیرو په اړه چې د سوداګرۍ او صنایعو خونه یې له سوداګرو او واردونکو سره په همغږۍ او همکارۍ هر کال د روژې مبارکې میاشت په مناسبت د بېو د لوړوالي مخنیوي لپاره په نظر کې نیسي خبرې وکړې، وې ویل: مونږ نه یووازې هڅه کوو چې د روژې مبارکې میاشت کې د خوراکي توکو د بېو لوړیدو مخه ونیسو بلکې کوښښ او هڅه مو داده ترڅو خلکو ته په ارزانه بیه غذایي توکي وړاندې کړو.

ښاغلي مومند زیاته کړه : " د لویو لارو مسیر کې آخاذې او د قوانینو نه پلي کیدل هغه ستونزې دي چې د لومړنیو او خوراکي توکو د نرخونو په لوړیدو خپلې اغیزې لري او د هغې لوی زیان مستهلکینو ته رسیږي، خو له دې سره هم له واردونکو زما هیله داده چې په نړۍوالو مارکیټونو کې د توکو بیې پورته نه دې تللي او حتی وروستیو ورځو کې د غوړو هر ټن کې 20 ډالر کمښت راغلی دی، نو تر هغه بریده چې په وس کې لرو، باید د بېو له زیاتوالي په ځانګړي ډول هغه محصولات چې د هېواد دننه تولیدیږي مخه ونیسو. "

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د خوراکي توکو د کمېټې مشر او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج نظام الدین تاج زاده وویل : " څرنګه چې لیدل کیږي ، نړۍوالو مارکېټونو بیې نه دې لوړې شوي،بلکه د هېواد دننه مارکیټونو کې د خلکو ډېره تقاضا د دې لامل شوی ترڅو، پرچون پلورونکي له دغه وضعیت د ځان په ګټه استفاده وکړي . " هغه زیاته کړه ، همدا اوس مونږ د هر کارټن غوړیو بېه کې 20 سنټه کمښت راوړی او په پام کې لرو چې د روژې مبارکې میاشت په مناسبت بېوزله کورنیو ته زرګونه کارټنه غوړي توزیع کړو. ښاغلي تاج زاده هم له پرچون پلورونکو وغوښتل چې په خپل پلور کې  د انصاف په رعایت سره خلکو ته توکي عرضه کړي.

د کسبګرو ملي ټولنې مشر ښاغلي محمد حسن سپاهي ، د ځینو لومړنیو توکو د بېو د لوړیدو عمده دلیل  د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت را ښکته کیدل او همدا راز د روژې میاشت کې د خلکو له حد ډېره تقاضا یاد کړل.هغه د ځینو ایراني تولیداتو د بېو لوړوالی لکه د چاکلیټ بیه، خپله هغه هېواد کې د نرخ د لوړیدو پورې تړلی یاد کړ او د ډوډۍ، غوښې، اوړو، وریجو د بېو له ثبات او همد راز د سبزۍ په ځانګړې توګه  د پيازو  او رومي د بیې چې د یوې اونۍ رخصتۍ ورځو کې د لارو د تړلو له امله لوړې شوې وې ، د ټیټوالي  ډاډ ورکړ.

د مېوې او سبزیو د ټولنې مشر ښاغلي حاجي اختر محمد او همدا راز د خوراکي او لومړنیو توکو واردونکو یو شمېر سوداګرو ، د لومړنیو توکو عرضه کوونکو ټولنو، هر یو د بېو د لوړوالي او ننګونې چې ورسره مخامخ دي بیان کړلې او په پای کې یې د اتاق مشرتابه او هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د خوراکي او لومړنیو توکو د نرخ له لوړیدو به مخنیوی کوي.

په پای کې، د اتاق د عامل پلاوي  تخنیکي او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطایي ، د دغې ناستې جوړیدو موخه د خوراکي توکو د نرخ ساتنې او ټیټوالي کې د اتاق اتحادیو، ټولنو، کوپراتیفونو، او واردونکو ترمنځ یووالی او توافق وښوده او د دغه ناستې د خبرو پایله او جمع بندي چې د اتاق د مشرتابه پلاوي، سوداګرو او د بېلابېلو ټولګیو د استازو له لوري وشوې په څلور برخو ( د لویو لارو مسیر کې اخاذې، د قوانینو نه پلي کیدل، د بهرنیو اسعارو نرخ لوړیدل او د عرضې او تقاضا میزان) خلاصه کړل چې دغه عوامل د بېو په لوړیدو خپلې اغیزې لري.

هغه د توکو د بېو په ثابت ساتلو او حتی د نرخونو کمښت برخه کې د دې ناستې د ګډون کوونکو د غړو له ژمنې او ډاډ‌ خوښي وښودله او د اتاق په استازیتوب یې یو ځل بیا له عرضه کوونکو او پلورونکو  وغوښتل چې د امکان تر بریده د بېو په راکمولو کې هڅه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د خصوصي سکتور غړو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په سلا په انفرادي بڼه د خلکو لاسنیوی کړی دی او ټول هېواد کې زرګونو کورنیو ته د موادو د ویش له لارې مرسته کړې او دغه بهیر همداسې دوام لري.