د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې د کانونو د قراردادونو د تړون د پړاونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو

د ا.ا.ج. د کانونو او پطرولیم وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرسته د 1398 کال د غوایي میاشت پر 18 مه د چهارشنبې ورځ د سوداګرۍ او صنایعو خونې د غونډو په تالار کې د پانګه والو او رغنیزو شرکتونو لپاره د کانونو او پطرولیم وزارت د رغنیزو موادو پروژو کې د تړونونو د ترسره کولو د پړاونو د عامه پوهاوي برنامه جوړه کړه.

په پېل کې، د اتاق د عامل پلاوي تخنیکي او د پالیسي مرستیال ښاغلي شفیق الله عطایي د دې پروګرام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د منرالي او کاني موادو د اهمیت او همدا راز د هېواد اقتصاد کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او هیله مند شو چې د هېواد د کانونو د سپړنې او ګټې اخیستنې په وړاندې هغه ستونزې چې د څو کلونو راهیسې موجودې وې حل شوي او اوس تر مناسب بریده له کاني زیرمو د ګټه اخیستلو زمینه برابره شوې ده .

ښاغلي عطایي زیاته کړه : " اوس مونږ  د قوانینو او طرز العملونو برخه کې د یو لړ مثبتو بدلونونو شاهد یو چې د پانګونې او کانونو سپړنې برخه کې د خصوصي سکتور د ونډې د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړې ده. " هغه د کانونو استخراج برخه کې د افغان شرکتونو ورځ تر بلې  لوړیدونکو وړتیاو یادونه وکړه او د دغو شرکتونو په ځانګړې توګه د 142 ساختماني توکو د پروژو د تړونونو اخستنې په اړه  چې پام کې ده په ورستیو ورځو کې داوطلبۍ ته وسپارل شي خپله خوشبیني څرګنده کړه.

ورپسې د کانونو او  پطرولیم وزارت د کادستر ریاست سرپرست ښاغلي انجنیر قسیم الله قادري، د دې وزارت 142 پروژې چې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې قرارداد ته چمتو دي، د یو پریزینټیشن په له لارط د دې برنامي ګډونوالو ته توضیح کړې او د رغنیزو شرکتونو د مسوولینو او متشبثینو لخوا مطرح شویو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل .

د پریزینټیشن د لیدلو لپاره دغه ځای کلیک کړئ