د بشیر نوید او فواد ناصر ګروپونو لخوا په کابل ښار کې، زرګونه کسانو ته د وړیا ډوډۍ ویش لړۍ پیل شوه

د نورالدین ذاکر احمدي او د فواد احمد احمدي تر ریاست لاندی د بشیر نوید او فواد ناصر ګروپونو د هېواد اړمنو او بیوزلو ته د خپلو مرستو په سلسله کې، دا ځل د کابل ښار ۳۰۰۰ دری زره مستحقو کورنیو ته د ۱۰ وړیا ډوډیو ویش چې د هرې ډوډۍ وزن ۳۰۰ دری سوه ګرامه دی، لړۍ پیل کړه چې دا لړۍ به تر یوې میاشتې دوام وکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کابل والي ښاغلي قاري احسان الله بریال، د اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د کابل والي مرستیال ښاغلي مفتي محمد ادریس ناصري، د کابل ښاروالۍ مرستیال ښاغلي صدرالدین تاجیک، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د بشیر نوید او فواد ناصر ګروپونو استازیو په شتون کې، د یادو مرستو لړۍ پیل شوه.
 
د کابل والي ښاغلي قاري احسان الله بریال په اوسني وضعیت کې چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي د هېواد د سوداګرو دغه بشري کړنه د قدر وړ وبلله او د هېواد له نورو سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد له مستحقو خلکو سره د مرستو په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي مهمند د مرستو د وېش په برخه کې د بشیرنوید او فواد ناصر ګروپونو له مرستو او د کابل ولایت مقام او ښاروالي له ښې همغږۍ څخه د مننې کولو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې هېواد به یوه ورځ د داسی اقتصادي لوړتیا شاهد واوسي چې نور به داسې مرستو اړتیا ونه لري.
 
نوموړي په اوسنيو شرايطو کې د دغه ډول مرستو ويش د خصوصي سکټور يوه دنده وګڼله او نور سوداګر او پانګوال يې وهڅول چې نه يوازې د اولیه موادو په پلور کې له بې عدالتۍ ډډه وکړي، بلکې خپلې بشري مرستې هم د هېواد اړمنو خلکو ته ورسوي.