د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان سرپرستې رئیسې او د افغانستان کارکوونکو اتحادیې له رئیس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د سوداګرۍ پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل او د اتاق سلاکارانو د کار نړیوال سازمان (ILO) سرپرستې رئیسې آغلې مارګاریټ ریډي رونډز او د افغانستان کارکوونکو اتحادیې (NUAWE) له رئیس ښاغلي ایمل حبیبي او د نوموړې اتحاديي لومړي مرستیال ښاغلي صمدي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان د سوداګرۍ پراختیا او د ماشومانو د کار مخنیوي برخه کې د اتاق ژمنتیا څرګنده کړه.
 
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د کار وړ چاپیریال رامنځته کولو او د ماشومانو د کار مخنیوي په برخه کې د کار نړیوال سازمان تخنیکي ملاتړ او د لازمو آسانتیاوو برابرول، د ستایلو وړ وبلل.
 
ښاغلي عطايي همدارنګه، د کارموندنې، د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو او سوداګرۍ پراختیا برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د کار نړیوال سازمان هڅې وستایلې.
ښاغلي عطايي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د لا ښې همکارۍ او همغږۍ په موخه باید د ټولو ښکیلو خواو ترمنځ پرله پسی ناستې ترسره شي.
 
آغلې مارګاریټ وویل "افغانستان اوسمهال د یو ناوړه اقتصادي ناورین تجربه کولو په حال کې دی، خو له نیکه مرغه، اوسنی ناوړه وضعیت نشي کولی چې په افغانستان کې د بشردوستانه پروژو د تطبقولو مخه ونیسي."
آغلې مارګاریټ زیاته کړه "د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې، د غوره کار پروګرام (DWCP) پروژه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره وغځوله او د (انتقالي ښکیلتیا کاري چوکاټ) تر عنوان لاندی په لاندی یادو برخو متمرکزه ده.
 
• اړمنو او بیوزولو ته بشردوستانه او ژوند ژغورونکې مرستې رسول او د سوداګرۍ په ټپه دریدو مخنیوي څخه ځان ډاډمنول
• د معیشت ژغورلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور ملاتړ کول ترڅو سوداګریز او پانګه ایز فعالیتونه په نورمال ډول دوام جاري وي
• د کار کوونکي او ګمارونکي سیستم کې سمونې او اصلاحات رامنځته کول ترڅو د ماشومانو د کار مخنیوي څخه ډاډ ترلاسه شي
ښاغلي صمدي وویل "په تیرو څلورو میاشتو کې، افغانستان په ځانګړې توګه سوداګرۍ سکتور د پام وړ زیانونو تجربه کولو ترڅنګ، ماشومانو د بیوزلۍ له امله په سختو کارونو ترسره کولو پیل وکړ، خو خوښ یو چې نړیوالې ټولنې له یاده نه یو ویستلي او له موږ سره د بشردوستانه مرستو کولو په برخه کې ژمنه ده."
 
د ناستې په پای کې، ښاغلي عطايي او د کارکوونکو اتحاديي مسؤلینو د کار نړیوال سازمان له سرپرستې رئیسې څخه په خورا درنښت هیله وکړه څو د کار او ټولینزو چارو وزارت، د کارکوونکو اتحاديي او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ ښو کاري اړیکو په رامنځته کولو سره وکولی شو خپلې ګډې موخې ترلاسه کړو.