د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د هېواد صرافانو د افغانستان بانک له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د شهزاده سرای او د صرافانو اتحادیې مسؤلینو د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي مولوي محمد ادریس او د افغانستان بانک عملیاتي آمر ښاغلي عبدالجبار سره د لیدنې په ترڅ کې، د مالي نظام پیاوړتیا، افغانیو ثبات او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور او د افغانستان بانک ترمنځ په ګډو همکاریو د ټینګار کولو ترڅنګ، د افغانیو په وړاندی د بهرنیو اسعارو بیو لوړیدل او د سوداګریزو توکو پیر په موخه، د افغان سوداګرو بهر ته د پیسو لیږد په برخه کې شته ستونزې د خصوصي سکتور اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې.
 
ښاغلي خان جان الکوزي په ناڅاپي ډول د افغانیو په مقابل کې، د بهرنیو اسعارو بیو پورته کیدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده او بهر ته د پیسو عدم لیږد يې د هېواد په سوداګرۍ کې تر ټولو ستر خنډ وباله او په دی برخه کې، يې د افغانستان بانک د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
سوداګرو او صرافانو هم د افغانۍ ارزښت کمیدو او په بانکونو کې خپلو پیسو ته عدم لاسرسي په هکله خپله اندیښنه څرګنده او د خصوصي سکتور، صرافانو او د افغانستان بانک ترمنځ په ګډو همکاریو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي مولوي محمد ادریس د ستونزو اوریدو وروسته، وویل "د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."
 
ښاغلي محمد ادریس یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، د خصوصي سکتور څخه د یوې مناسبې طرحې وړاندی کولو غوښتنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې یاده طرحه به د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه او د شته ستونزو په له منځه وړلو کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.