د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې او سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیرانو سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او عصمت الله وردګ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اوسپنې ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو او د زړو اوسپنو سوداګرو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او د ماليې سرپرست وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري سره د لیدنې په ترڅ کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په یاده ناسته کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو سربیره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي وړاندیز وکړ، چې هغه مقدار کارول شوې پرزې چې له بهر څخه واردې شوي او ګمرکي طی مراحل يې هم پاس کړی دی باید ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادریدو اجازه ورکړل شي. او نورې زړې اوسپنې په هېواد کې دننه د فابریکو لرونکو لخوا د پیرل کیدو وروسته په مصرف ورسیږي.
 
په دی ناسته کې، پریکړه وشوه چې یاده موضوع د ماليې وزارت لخوا د اسلامي امارت وزیراتو عالي شورا ته وړاندی کړی شي، ترڅو هغوی يې په اړه لازمې پریکړې وکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خپلو وړاندیزونو په ترڅ کې، دا هم وویل چې د ټولو هغو سوداګریزو توکو لپاره چې په هېواد کې دننه نه تولیدیږي، خو د هېواد په بازارونو کې ورته ډیره شدیده اړتیا لیدل کیږي، ټیټه تعرفه ورته وضع کړی شي. او همدارنګه هغه میوې یا سبزیګانې چې د هېواد څخه دباندی صادریږي یا را واردیږي، د ګاونډویو هېوادونو په څیر ورته متوازنه تعرفه وضع کړی شي.
 
پورته وړاندیز هم د مالیې وزرات لخوا تائید کړی شو او پریکړه وشوه چې ډیر ژر دی د تعرفو کمېټه جوړه او په کار دی پیل وکړي.