د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت رئیس والوزرا له مرستیال سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغالي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او محمد داود یوسفزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د نوموړي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د افغان کیور شرکت رئیس ښاغلي حاجي جمعه خان او یو شمیر سوداګرو د شنبه په ورځ د اسلامي امارت رئیس الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړیو او سوداګرو د دوی د سر او مال ساتنې په برخه کې، د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو د هلو ځلو ستاینه وکړه او د ریاست الوزرا لومړي مرستیال سره يې یو شمیر ستونزې شریکې کړې.
 
سوداګرو او پانګوالو په مختلفو سکتورونو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې، د خپلو پانګه اچونو یادونه وکړه او په دی برخه کې يې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د ستونزو اوریدو وروسته، سوداګرو او پانګوالو ته د هغوی د سر، مال او پانګې د امنیت ډاډ ورکولو ترڅنګ، په هېواد د بهرنیو پانګه اچونو راجلبولو په برخه کې، د هڅو او ملاتړ خبر ورکړ.
 
ددې ناستې په ترڅ کې، د ماليې سرپرست وزیر او د افغانستان بانک سرپرست وزیر د خپلو کاري موضوعګانو او سوداګرو او پانګوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.