د کام آير هوايي شرکت بهرنيو هېوادونو ته بيا ځل عادي او تجارتي الوتنې پيل کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او خصوصي سکتور په هڅو د کام آير هوايي شرکت له ځنډ وروسته نن بیا ځلې د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته تجارتي لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
په دې موخه جوړو شويو مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي محمد يونس مهمند، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدين عزیزي، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني وفا، د اتاق د مديره پلاوي محترمو غړو خان جان الکوزي او محمد داوود يوسفزي، د کابل نړيوال هوايي ډګر او کام آير هوايي شرکت چارواکو او يو شمېر سوداګرو او دغه راز د ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ګډون درلود.
 
ښاغلي محمد يونس مهمند د اسلامي امارت د مسوولینو د همکاريو د مننې ترڅنګ، له درې مياشتې ځنډ وروسته د کام آير هوايي شرکت له لوري بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته بیا ځلې د عادي او تجارتي الوتنو پيل ستاينه وکړه او دغه چاره يې د سوداګرۍ د ودې او د هېواد خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم ګام وباله.
 
نوموړي د کام آير هوايي شرکت له فعاليتونو، چې تېرې يو مياشت راهيسي چين هېواد ته د کارګو ليږد په 20 الوتنو کې 950 ټنه جلغوزي انتقال کړي دي، مننه او ستاينه وکړه، زياته يې کړه: د کام آير هوايي شرکت نننۍ الوتنې کې به 105 تنه مسافر دوبۍ ښار ته سفر وکړي.
 
ښاغلي مهمند وويل: دوبۍ ښار ته د کام آير شرکت الوتنه د ابوظبي ښار ته د اونۍ څلورو الوتنو سربېره اضافي الوتنه ده.
نوموړي د کام آير هوايي شرکت بعدي الوتنه، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکاريو راتلونکې اونۍ ازبکستان ته ترسره کيږي هم زيری ورکړ.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست د کام آير هوايي شرکت له لوري هېوادوالو ته د اوړو او لوبيا د 20 زره کمکي کڅو او د رابعه بلخي روغتون سره د مالي ملاتړ مننه او ستاينه وکړه.
 
ښاغلي نورالدين عزیزي د کام آير هوايي شرکت د کارګو انتقال او بهرنيو هېوادونو ته د د الوتنو بيا پيل او دغه برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو مننه وکړه او نور هوايي شرکتونه يې هم وهڅول، چې پرته د بیمې د خدمتونو له فيس لوړولو افغانستان خپل عادي پروازونه پيل کړي.
 
نوموړي زياته کړه، د ستونزو د موجوديت سره مو هم روان کال 950 ميليونه ډالره صادرات درلود، چې د تېر کال په پرتله له 18تر20 سلنه زياتوالی دی.
ښاغلي عزیزي د ګاونډيو هيوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو حل برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هلو ځلو يادونه وکړه او هېواد د صنعتي کيدو او له خصوصي سکتور د ملاتړ ټينګار يې وکړ.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني وفا د کابل- دوبۍ مسير څخه د الوتنو پېل اساسي هوايي خط السير وباله او دا چاره يې د هېواد اوسني وضعیت کې د هوايي چلند برخه کې لاسته راوړنه ياده کړه.
 
نوموړي د نړيوالو الوتنو برخه کې د ملکي هوايي چلند ادارې ځینې ستونزې د مثال په توګه د هوايي چلند د امنيت او د الوتنو د مصونيت نشتوالي يادونه وکړه، چې په وينا د شته ستونزو د حل کيدو په موخه د يو نړيوال شرکت سره د قرارداد ورکړې لپاره جدي هڅې او کار جريان لري.