د هوا د ککړتیا د زیانونو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه کنفرانس د افغانستان د سوداگری او پاگونی اتاق د مشرتابه په ګډون په کابل کې جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د اروپايي ټولنې په ملاتړ او همکارۍ په کابل کې د هوا د ککړتیا زیانونه او د هغې د کمولو او مخنیوي په موخه په جوړ شوي کنفرانس کې چی د افغانستان اسلامی امارت چارواکو هم ګډون درلود خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس جوړېدل د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه: د چاپېریال ساتنه چې د بېلابېلو لاملونو له امله زیانمنه شوې ده، په ځانګړې توګه په کابل کې چې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په ځانګړي ډول د کورونو او لوړو ودانیو په ګرمولو کې د ډبرو سکرو کارولو په برخه کې د خلکو بې کفایتي او کمزوري اقتصاد ته په اشارې سره زیاته کړه: که موږ غواړو په ژمي کې د کابل د هوا د ککړتیا مخه ونیسو، باید د ډبرو سکرو پروسس او پاکول باید په پام کې ونیول شي. نوموړي په دې برخه کې له پانګونې او د ډبرو سکرو د تصفيې د بېلابېلو فابريکو د جوړولو په برخه کې د اروپايي ټولنې ملاتړ مهم وباله او يادونه يې وکړه، چې د دغه ډول فابريکو جوړول او په بازار کې د تصفيه شويو ډبرو سکرو عرضه کول د هوا د ککړتيا مخه نيسي او په تېره بيا د چاپېريال ساتنه کوي.
 
ښاغلي مهمند له طبیعي منابعو په ځانګړې توګه له ګازو او برېښنا څخه ګټه اخیستنه د چاپېریال د ساتنې او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د نورو بدیلو لارو په توګه وبلل او د کابل ښار کی د برېښنا په تولید کابل اوسیدونکو ته د طبیعی گاز نلونو تیرولو په برخه کی یی داروپایی اتحادیی د همکاری غوشتنه وکره.