د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ایران څخه د اوبلن ګاز او نفتي موادو پیر په موخه د نفتي موادو سوداګرو سره آنلاین ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي او د اوبلن ګاز کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي یوسفزي او بهادر خیر خواه، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سلاکار ښاغلي عزیزالله امیني او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د اوبلن ګاز او نفتي موادو سوداګرو سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، د چهار شنبه په ورځ د لړم په ۲۶مه، د ایراني پلاوي سره د لیدنې او د ایران د نفتي موادو یوه تصفیه کوونکي شرکت څخه د نفتي موادو او اوبلن ګاز پیر تړون په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په پیل کې، ښاغلي مهمند له ایراني پلاوي سره د لیدنې او په دې ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، د ایراني پلاوي غړو وړاندیز وکړ چې ایران دې د افغان سوداګرو د اړتیا وړ تېل د یوه تصفیه کوونکي شرکت له لارې برابر او تړون وکړي. هغه د هېواد د نفتو له سوداګرو وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص نظریات او وړاندیزونه مطرح کړي، څو د نظریاتو له راټولولو او یووالي وروسته د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره په راتلونکې ناسته کې له ایران سره د نفتو د تړون په اړه خبرې وکړي.
 
ورپسې ښاغلي جان آقا صادقي، بهادر خيرخواه او د هرات او کندهار د نفتو او ګازو نورو سوداګرو د ایران د تصفیه کوونکي شرکت د توليداتو او د هغې د ټيټ کيفيت په اړه خپل نظر څرګند کړ او زياته يې کړه چې د ياد شرکت توليدات د افغانستان او سيمې له معيارونو سره برابر نه دي. که د ایران حکومت غواړي چې د افغان سوداګرو او خلکو اړتیاوې پوره کړي، باید د ایران د نفتو له ملي شرکت سره تړون ترسره کړی شي.
 
افغان سوداګرو د ایران پر حکومت نیوکه وکړه چې د پخوانیو قراردادونو او هغو پیسو په اړه چې پخوا افغان سوداګرو د تېلو د پېرلو لپاره تادیه کړي دي، خو تر اوسه یې تیل نه دي ترلاسه کړي او په دی برخه کې، کوم ګام هم نه دی پورته کړی شوی. دوی زیاته کړه چې یوازې د ایران د نفتو ملي شرکت د دې وړتیا لري چې افغان سوداګرو ته با کیفیته تېل ورسوي او د دواړو هېوادونو تر منځ پولې ته یې انتقال کړي.
 
ښاغلي شیرین اغا سخي دغه راز له ایراني حکومته وغوښتل چې د افغانستان د اړتیا وړ تېل له افغاني او سیمه ییزو معیارونو سره سم او پخواني تخفیف ته په پام سره تهیه کړي. هغه د یوه خصوصي شرکت له خوا د تېلو د پېرلو انحصار د افغانانو په زيان وباله.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سلاکار ښاغلي امیني وویل، دغه وزارت د یوه انحصاري شرکت سره په د تړون پلوی نه دی او د وزارت په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د تېلو د لویو سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه به په په دی برخه کې، په پام کې ونیسي.
 
په پای کې، ښاغلي مهمند پورته یاد شوي، نظرونه په لاندی ډول راټول او زیاته يې کړه چې، د میلیونونو ډالرو په ارزښت چې افغان سوداګرو ایراني شرکتونو ته تادیه کړي دي، ایراني شرکتونه باید افغان سوداګرو ته باکیفیته تیل د تخفیف په نظر کې نیولو سره وړاندی کړي. ښاغلي مهمند همداراز ټینګار وکړ چې په تړونونو کې باید د دواړو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي.
 
ښاغلي مهمند وویل چې له ایران سره د تېلو د تړونونو په اړه به د تېلو د نورو سترو سوداګرو نظرونه هم په پام کې ونیول شي.