د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په افغانستان کې د چین جمهوریت له سفیر سره لیده کاته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په افغانستان کې د چین جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د چین جمهوریت له دوامداره مرستو او همکاریو په ځانګړې توګه، د سیاسي بدلونونو څخه وروسته د نوموړي هېواد بی ساری مرستو ستاینې کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې، چین د افغانستان له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی چې هر کال کابو د یو نیم ملیارد ډالرو په ارزښت افغانستان د چین څخه واردات او د میلینونو ډالرو په ارزښت نوموړي هېواد ته صادرات لري. همدارنګه، ښاغلي مهمند د افغانستان شتو طبیعي زیرمو ته په اشارې سره وویل "په افغانستان کې د پانګه اچونې لپاره زمینه برابره ده او موږ د بهرنیو پانګه اچونو راجلبولو په برخه کې د چین جمهورت د همکارۍ غوښتنه کوو."
 
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په موخه، د افغانستان اسلامي امارت او چین جمهورت بهرنیو چارو وزیرانو هڅو ستایلو ترڅنګ، د افغان سوداګرو ستونزو لکه، چین ته د ویزو عدم لاسرسي یادونه وکړه او په دی برخه کې یې د چین جمهوریت سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند وړاندیز وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ګډې همکارۍ تر سیوري لاندی باید د چین سفارت افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو په برخه کې، یوه مناسبه کړنلاره او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي. او چین ته د جلغوزو صادرولو ترڅنګ، د افغانستان د نورو محصولاتو لکه: وچه میوه، طبي بوټي، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو ته لاره هواره کړي.
 
ښاغلي وانګ یو افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو او د چین ته په جلغوزیو سربیره د افغانستان نورو محصولاتو صادرولو په برخه کې، د همکارۍ ژمنې کولو ترڅنګ، زیاته کړه "د افغانستان او چین ترمنځ د هوايې دهلیز پرانستل کیدو سره، د چین هېواد هڅه کوي، چې د افغانستان نور محصولات لکه: وچ انځر، شکرپاره، ترخه او خواږه بادام، ممیز، زعفران، او شیرین بویه د چین هېواد په وارداتي لست کې شامل کړي."
 
ښاغلي وانګ یو زیاته کړه "دا چې چین د نړۍ په کچه یو مصرفي مارکیټ دی، او د افغانستان دغه پورته ذکر شوي محصولات نشي کولی چې اړتیاوې یې پوره کړي نو د چین هېواد تیار دی چې افغان بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه په وړیا ډول وویشي او د پیداوار ترلاسه کیدو وروسته، چین یی د افغان سوداګرو څخه وپلوري او چین ته يې وارد کړي."