د کابل ښار میوند جادې سوداګریزې سیمه کې اور لګیدنه رامنځته شوه

د کابل ښارمیوند جادې په یوه سوداګریزه سیمه کې د حاجي بادام ګل سوداګریز مارکیټ د سه شنبه په ماښام اور واخیست او زیانونه یې واړول خو له نیکه مرغه، د کابل ښار د اور وژنې ادارې او امنیتي مسوولینو په هلو ځلو په لږ وخت کې کابو او له منځه ویوړل شوه.
 
دغې اورلګیدنې د کابل ښار چنداول سیمه کې د مالوچو، خوراکي توکو او بکسونو هټۍ ګانې وسوځولې، چې له نیکه مرغه، د کابل ښار د اور وژنې ادارې او امنیتي مسوولینو په هلو ځلو په لږ وخت کې کابو او له منځه ویوړل شوه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د کابل ښار امنیه قومندانۍ، اړونده حوزې او د کابل ښار د اور وژنې ځواکونو دغه په وخت کړنه چې ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورسېدل، اور يې تر خپلې ولکې لاندی راوسته او د یوه لوی ناورین مخه یې ونیوله، د ستایلو ترڅنګ، ددی پیښې د څیړنې او د عاملینو د پیداکولو غوښتنه يې وکړه.