د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د زړو اوسپنو له سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د زړو اوسپنو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
یادو سوداګرو خپلې اندیښنې په دی ډول څرګندې کړې، چې له دې وړاندې یې په زیاته اندازه زړې اوسپنې پېرودلې او ذخیره کړې يې دي، خو د خرڅلاو لپاره يې مناسب بازار نه لري. او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل، چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره دې د افغانستان اسلامي امارت اړوندو سره د ګډې همکارۍ ترسیوري لاندی کوټلي ګامونه پورته کړي. دوی وړاندیز وکړ چې حکومت باید د هېواد اوسپنو ویلو کوونکو ادارو څخه وغواړي چې د دوی زړې اوسپنې وپیري او که دوی ورته اړتیا نه لري نو بهر ته یې د صادرولو اجازه ورکړي.
 
ښاغلي مهمند د زړو اوسپنو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته یادونه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لېواله دی چې د هېواد د اوسپنې ویلی کوونکو فابریکو کې له دغو اوسپنو څخه ګټه پورته کړی شي.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې دا موضوع به د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریکوي او هڅه به وکړي، چې د دوی ستونزې له قانوني لارو چارو هوارې کړي.