د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هویو او غوښې سوداګرو او واردوونکو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هویو او غوښې سوداګرو او واردوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
سوداګرو په هویو او غوښې د لوړې ګمرکي تعرفې ستونزې ته د اشارې کولو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د یادې ستونزې په له منځه وړلو کې ورسره لازمه همکاري وکړي.
 
سوداګرو زیاته کړه چې د هېواد دننه غوښه او هویې د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي او دوی چې کومه غوښه واردوي د حلال والي او صحي والي سند لرونکې ده. او یو شمیر اسلامي هېوادونه هم د هغه شرکت څخه چې موږ تری غوښه واردوو، د غوښې څخه یې ګټه پورته کوي.
 
ښاغلي مهمند د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او هڅه به وکړي چې یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.