د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او د جلغوزو او تازه میوو صادروونکو د تلې د میاشتې په ۳مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې د یادو سوداګرو ستونزو او حل لارو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي عزیزي ته د هغه د نوې دندې په پار مبارکۍ ویلو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې د ښاغلي عزیزي ګمارنه به په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګه اچونې د ښه والي او شتو ستونزو له منځه تلو سبب وګرځي.
 
سوداګرو، د هېواد تازه میوو صادرولو په برخه کې، د اسلامي امارت هغه آسانتیاوې چې د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق او د پاکستان سفارت سره د ګډې همکارۍ په پایله کې رامنځته کړي، ستایلو ترڅنګ، په کابل کې په ګمرکي تعرفو کې د کموالي راوستو له امله يې د پاکستان هېواد څخه مننه وکړه.
 
سوداګرو د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزو ګټو ته پام سره، وړاندیز وکړ چې د ځینو توکو ګمرکي تعرفې باید صفر شي. لکه؛ افغانستان ته د کیلو، آم او ستروس واردولو او پاکستان ته د انګورو، انارو او پیازو صادرولو ګمرکي تعرفې باید صفر شي.
 
د جلغوزیو صادرونکو سوداګرو هم چین ته د جلغوزیو په صادراتو او لیږد کې خپلې ستونزې مطرح کړې او د دوی د ستونزو په حل کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عزیزي د اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ویلو او سوداګرو ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې په هېواد کې به د سوداګرۍ او پانګه اچونې پراختیا، ستونزو ته د پای ټکي کیښودو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.