د افغانستان اسلامي امارت سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، اسلامي امارت چارواکو او خصوصي سکتور غړو په حضور کې معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلی نورالدین عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، اسلامي امارت چارواکو او خصوصي سکتور غړو په حضور کې د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
 
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي امیر خان متقي، د چارو ادارې رئیس ښاغلي احمد جان احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مهمند، د افغانستان د اتاقونو فدراسیون مرستیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کانونو او صنعت اتاق رئیس ښاغلي شیر باز کمین زاده، د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د هېواد سوداګرو او پانګوالو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په انګړ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ښاغلی نورالدین عزیزي د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزارت لپاره د سرپرست وزیر په توګه معرفي کړ.
 
ښاغلي عبدالسلام حنفي د سوداګرۍ او صنعت پراختیا په هکله وویل "د سوداګرۍ او صنعت پراختیا په موخه هر اړخیزه همکاري او ژمنتیا وجود لري او دی موخې ته د رسیدو لپاره به اسلامي امارت هر ډول قانوني او مشروع هڅې وکړي."
 
ښاغلي امیر خان متقي وویل "موږ د یو باثباته، پرمختللي افغانستان او د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو غښتلتیا او پراختیا په تکل کې یو."
 
ښاغلي مهمند ښاغلي نورالدین عزیزي ته د هغه د نوې دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، هغه ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرو او پانګوالو بانکي ستونزې به ژر تر ژره حل شي. او د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو څخه یې د برمته کوونکو مخنیوي، د هېواد په لویو لارو کې د سوداګریزو توکو خوندیتوب او د ګمرکي ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په تړاو مننه او کور ودانې وکړ.
 
ښاغلي مهمند د ښاغلي عبدالسلام حنفي څخه وغوښتل چې په چین کې د میشتو سوداګرو لپاره د ویزو اخیستو او چین ته د جلغوزو صادرولو په برخه کې همکاري وکړي.
 
ښاغلي الکوزي ښاغلي عزیزي ته د هغه د نوې دندې په پار مبارکۍ ویلو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره همکار او ملاتړی دی.
 
ښاغلي الکوزي د هېواد څخه بهر د سوداګرو پیسو نه انتقال یو جدي ستونزه وګڼله او د له منځه وړلو غوښتنه يې وکړه.
 
په پای کې، ښاغلي نورالدین عزیزي ډاډ ورکړ چې د هېواد د سوداګرۍ، صنعت او اقتصاد پراختیا برخه کې به کوټلي ګامونه پورته او د سیمې او نړۍ هېوادونو سره به دوستانه اړیکې رامنځته کړي ترڅو وکولی شي، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا ته لار ومومي.
 
ښاغلي عزیزي ډاډ ورکړ چې د خصوصي سکتور سره د طرحو او مناسبو کړنلارو رامنځته کولو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.