د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد لویدیځ حوزې خوراکي توکو سوداګرو او واردوونکو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د هېواد لویدیځ حوزې خوراکي توکو سوداګرو او واردوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شتو ستونزو او حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
یادو سوداګرو په اسلام قلعه ګمرک کې د ځینو خوراکي توکو تعرفو لوړوالي، په اسکیوا سیستم کې د نرخونو ثبتول چې د پولې دواړ خواو ته د د دوه زره لارۍ ګانو د ځنډ سبب ګرځیدلی او په هېواد کې دننه د قیمتونو د لوړوالي یادونه وکړه او د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه يې وغوښتل چې د اسلامي امارت اړونده ادارو سره د همغږۍ په پایله کې د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سودګرو ستونزو له اوریدو وروسته، د هغوی څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق سره شریک کړي، او ژمنه يې وکړه چې اتاق به يې د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریک او د له منځه وړلو په برخه کې به یې کوټلي ګامونه پوته کړي.
 
ښاغلي مهمند د هېواد لویدیځ حوزې سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کورنیو تولیداتو زیاتوالي او قانوني سوداګرۍ ملاتړ کوونکې اداره ده."
 
ښاغلي مهمند سوداګر او پانګه اچوونکي په هېواد کې دننه پانګه اچونې ته وهڅول، ترڅو هېواد د ځان بساینې او اقتصادي پراختیا په لور ګام پورته کړي.