د اففانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د معدنونو، برښنايې وسایلو، درملو او جلغوزې سکتورونو له سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د معدنونو، برښنايې وسایلو، درملو او جلغوزې سکتورونو له اتحادیو، سوداګرو او پانګوالو سره د جلا لیدنو په ترڅ کې د هغوی د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
په پیل کې، د معدن سکتور سوداګرو او پانګوالو د تړونونو او کان کیندنې په برخه کې د دوی ستونزو په اړه، د مرمرو فابریکو تړل کیدل د مرمرو استخراج او پروسس څخه وروسته یې فابریکو ته د لیږد نشتوالي، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادراتو برخه کې شتو ستونزو، او د پخوانۍ کړنلارې بشپړولو یادونه وکړه او د دوی د ستونزو په حل کې یې د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ارګانونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
بیا د بریښنایی وسایلو سکتور سوداګرو او واردونکو، په ځانګړې توګه د ګرځنده تلیفونونو واردونکو، د پولې بل اړخ کې يې د سوداګریزو توکو بندیدلو، په ګمرکونو کې د وارد شوي توکو محصول ډولونو بدلونونو او د ځمکني کارګو له لارې د ترانسپورت ستونزو باندې بحث وکړ.
 
ورپسې، د درملو سکتور واردونکو له بهر څخه د درملو پیر په موخه د سوداګرو بریښنایی پیسو لیږد ستونزې جدي ګڼلو ترڅنګ، د یادې ستونزې حل غوښتنه وکړه.
د افغان جلغوزیو اتحادیې رئیس او غړیو د اتحادیې پر وړاندې د شتو ستونزو لکه: بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزو نه صادریدل، په صادراتو کې کموالی رامنځته کیدل، د جلغوزو بیه راټیټیدل، د چین لخوا د ګمرکي تعرفو کمولو مسله او چینایي ویزو ته د لاسرسي نشتوالي ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې او د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې يې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو د ستونزو اوریدو وروسته، یادو ټولو سکتورونو سره سره ژمنه وکړه چې اتاق به د دوی ستونزې د اسلامي امارت سرپرست وزیرانو او اړوندو ادارو چارواکو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې کوټلي ګامونه پورته کړي. هغه له ټولو پورته ذکر شویو سکتورونو څخه وغوښتل چې خپلې طرحې او وړاندیزونه په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري ترڅو د دوی ستونزې له اړوندو ارګانونو سره پری د خبرو وروسته حل شي.
 
ښاغلي مهمند، د کان کیندنې او قراردادونو په برخه کې وویل: د اتاق مشرتابه پلاوي لا دمخه د اسلامي امارت د کانونو وزارت له سرپرست سره د لیدنې په ترڅ کې، په دی ټنګار درلود، چې کوچني او منځني تړونونه دی کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي. او زیاته يې کړه چې دوی په هیواد کې د مرمرو او نیمه قیمتي ډبرو پروسس کولو پلوي دي.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ په ډګر کې د یوې لویې ننګونې په توګه د بریښنایی پیسو لیږد ستونزې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: اتاق په دی برخه کې په مرکز او ولایاتو کې د مطبوعاتي کنفرانسونو په ترسره کولو سره، په نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو کنګل شوې آزادې کړي. ښاغلي مهمند د برښنايې وسایلو واردونکو سوداګرو څخه د روڼتیا او وړاندیزونو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند، همدارنګه د ځمکې له لارې د افغان جلوزو لیږدولو، د چین لخوا د جلوزو تعرفو کمولو او د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر او په کابل کې د چین سفارت په همکارۍ د ویزې صادرولو ستونزې حل کولو په برخه کې د اتاق د هڅو ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي خان جان الکوزي په تیرو وختونو کې د کان کیندنې ستونزو او د بیروکراسۍ له امله رامینځته شویو ستونزو یادونه وکړه، او قراردادیاتو ته يې ډاډ ورکړ، چې دوی به د کانونو وزارت له سرپرست سره یوه ناسته ترسره کړي.
 
ښاغلي الکوزي د ځینو ځانګړو برښنایې وسایلو تعرفو کې شتو ستونزو یادولو ترڅنګ، د برښنایې وسایلو اتحاديې څخه د مبایلونو په برخه کې د یوې نوې طرحې وړاندی کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ چې چین او نورو هېوادونو ته د جلغوزو صادرولو په برخه کې باید د اوسنیو شرایطو او امکاناتو په رڼا کې قدم پورته کړی شي.