د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال ، د کندهار ولایت د ملي سوداګرو ، پیسو بدلونکو ، هنرمندانو او قومي مشرانو په یوه خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د نړیوالې ټولنې لخوا یې د افغان سوداګرو او خلکو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه

پنج شنبه د سنبله میاشتی پر 25 نیټه یوه غونډه د سوداګری او پانګي اچونی خوني، ملی سوداګرو ،صرافانو، صنعت کارانو او اکثراً قومی مشرانو او ولس لخوا چی د کندهار په لرغونی او تاریخی ښار کی جوړه سوی وه د غونډی ټولو برخوالو په یوه صلاح هغه غونډه چی څو ورځی مخکی د سوداګری او پانګونی په خونی کی جوړه سوی وه تایید او ملاتر یی وکړ چی د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د ولس کنګل شوی پیسی باید خوشی سی.
 
په دی تړاو د مطبوعاتي کنفرانس له ترسره کیدو سره د سوداګرو او پانګوالو ددی دریځ څخه د ملاتړ وروسته په کندهار کې سوداګرو،صنعت کارانو او یو شمیر قومی مشرانو په یو رسنیز کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غوښتنه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته په واک کې ورکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونې د مدیره هیت لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند وویل: دا پیسی د افغانستان د ملی سوداګرو او د افغان ولس پیسی دی چی د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانانو د پیسو کنګل کول او سوداګریزو فعالیتونو ته د کورنیو بانکونو محدودیت د سوداګرۍ او خلکو لپاره لویه ستونزه رامینځته کړې ده.
 
ښاغلی مهمند پر نړیوال بانک او نړیوال سازمان ږغ وکړ چی د افغانستان د ولس او سوداګرو ستونزو ته په کتو سره خپله پوره همکاری تر سره کړی او افغانستان دی د یو ستر ناورین څخه وژغوری.
ښاغلی مهمند یادونه وکړه چی د افغانستان سوداګریزه ټولنه د نړۍ شاوخوا هیوادونو ته د پیسو په لیږد کې له یوې لویې ستونزې سره مخ ده، او د دې وضعیت دوام د هیواد په سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو منفي اغیزه کولی شي.
 
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر وویل: که فابریکو ته خام مواد پروخت ونه رسیږې فابریکې به په ټپه ودریږې او زیاته بیکاری به دی ولس ته ور په مخه شی.
 
که د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو کنګل شوې پانګه خوشې نه شي ، په هیواد کې به د بیکارۍ کچه لوړه شي او افغانستان به د یو نه کنټرولیدونکي اقتصادي بحران سره مخ شي.یوشمیر سوداګرو او پانګوالو خپلې اندیښنې یادې کړې او وې ویل چې دامهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
په کنفرانس کې یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه، او وی ویل چې دا مهال له دی اړخه، د ډیر شمیر ستونزو سره مخ دي.