د ختیځ زون سوداګر او پانګوال انديښمن دي که نړیوال بانک د افغانستان کنګل کړی شوې پیسې او د افغانستان اسلامي امارت داخلي بانکونه د سوداګرو پرمخ خلاص نه کړي، افغانستان به له بد اقتصادي وضعیت سره مخ شي

د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو خوشې کیدو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مطبوعاتي کنفرانس له ترسره کیدو او د سوداګرو او پانګوالو ددی دریځ څخه د ولایتي اتاقونو ملاتړ وروسته نن چهارشنبه په ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونه کې سوداګرو،صنعت کارانو او کسبګرو په یو رسنیز کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غوښتنه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته په واک کې ورکړي.
 
د ننګرهار سوداګرۍ خونې د مدیره هیت غړي ډاکتر مخلص احمد وویل: د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانیو کنګل کول او سوداګریزو فعالیتونو ته د کورنیو بانکونو محدودیت د سوداګرۍ او خلکو لپاره لویه ستونزه رامینځته کړې.
ښاغلي مخلص وویل: د افغانستان سوداګریزه ټولنه د نړۍ شاوخوا هیوادونو ته د پیسو په لیږد کې له یوې لویې ستونزې سره مخ ده، او د دې وضعیت دوام د هیواد په سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو منفي اغیزه کولی شي.
 
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر جبار ساپي وویل: که فابریکو ته خام مواد پروخت ونه رسیږې فابریکې به په ټپه ودریږې او زیات خلک به بې کاره شي.
ښاغلي ساپي وویل: که د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو کنګل شوې پانګه خوشې نه شي ، په هیواد کې به د بیکارۍ کچه لوړه شي او افغانستان به د یو نه کنټرولیدونکي اقتصادي بحران سره مخ شي.یوشمیر سوداګرو او پانګوالو خپلې اندیښنې یادې کړې او وې ویل چې دامهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
په کنفرانس کې یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه، او وی ویل چې دا مهال له دی اړخه، د ډیر شمیر ستونزو سره مخ دي.
په پای کې، د ننګرهار سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو لخوا پدې اړه چمتو شوی پریکړه لیک د ننګرهار د مدیره هیئت د دارالانشا رییس ښاغلي غلام مصطفی رحیمي لخوا ولوستل شو، او په کې يې د نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د بیا خلاصیدو، او د افغانستان اسلامي امارت څخه يې د داخلي بانکونو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو غوښتنه کړې وه.