(د کنګل شوو پیسو او بهرنیو هېوادونو ته د پیسو لیږد ستونزې په تړاو) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، صنعت ګرو، صرافانو او د خصوصي بانکونو اتحاديې ګډه مطبوعاتي اعلامیه

د وروستيو سیاسي بدلونونو، د نوي حکومت واک ته رسیدلو او د هیواد څخه دباندی د پانګو کنګل کیدل په سوداګریزو راکړو ورکړو، بانکدارۍ سیستم، صنعت او د خلکو په اقتصادي وضعیت د ناوړه اغیزو کولو برسیره د ډیر شمیر ستونزو لامل شوي دي. د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، پورتنیو ستونزو او د صنعتکارانو، د بانکونو اتحاديې او د صرافانوغوښتنې په پام کې نیولو سره، د (کنګل شوو پیسو آزادولو او د سوداګریزو پیسو لیږد اسانه کولو) په اړه مطبوعاتي کنفرانس ترسره کړ.
 
په دی کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د درالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، دافغانستان - پاکستان د گدی خونی رئیس او د مدیره پلاوي غړی ښاغلي خان جان الکوزي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، او ضیاءالدین اچکزي، د معدن او صنایعو اتاق رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د بانکونو اتحادیو رئیسانو، صرافانو، مختلفو سکتورونو، د کورنیو او نړیوالو رسنیو ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خوراکي او نفتي موادو واردوونکو، صرافانو او درملو واردوونکو له ښو مرستو او همکاریو مننه وکړه او په وروستیو ۲۰ ورځو کې، د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هېواد څخه دباندی د تازه میوو او سبزیجاتو صادرول یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
 
ښاغلي مهمند د هېواد اقتصادي او سوداګریز نظام او د خلکو په کاروبار باندی د کنګل شوو پیسو ناوړه اغیزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه "کنګل شوې پیسې د افغانانو پانګه ده. او موږ د نړیوالې ټولنې څخه غواړو، چې په خپلې پریکړې یو ځل بیا غور وکړي، او د خلکو پیسې آزادې کړي.
 
نوموړي د تیلو او خواړو سکتور کې په ټولو پانګوالو غږ وکړ چې د خلکو ستونزو په پام کې نیولو سره په پلور کې له لوړ بیو څخه ډډه وکړي.
ښاغلي خانجان الکوزي د پیسو کنګل کیدل د اقتصادي کړکیچ لامل وبلل، او د خلکو او خصوصي سکتور ترمینځ د حکومت-عامه اړیکو ښه والي باندې يې ټینګار وکړ. ښاغلي الکوزي د افغانستان په اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې دا مسله ژر تر ژره حل کړي او د خلکو اندیښنو ته د پای ټکی کیږدي ، او په ځانګړي توګه یې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان پانګې آزادې کړي.
 
ښاغلي الکوزي په سوداګرۍ، د خامو موادو او نورو توکو واردولو باندې د پیسو د کنګل کیدو منفي اغیزې یادې کړې، او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې د خصوصي سکتور لخوا ترسره شویو پروژو لپاره پیسې تادیه کړي، او همدارنګه د افغانستان بانک باید د خلکو او صرافانو شخصي پیسو ورکړې ستونزه حل کړي.
 
ښاغلي شیرباز کامین زاده وویل "په ټول هیواد کې ۵۰۰۰ فابریکې فعالیت کوي چې شاوخوا ۱.۲ ملیونه خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کې کار کوي."
نوموړي زیاته کړه "د هيواد صنعتکاران د ماشین آلاتو، خامو موادو او پرزه جاتو پیر ته اړتیا لري او دا کار د بانکونو له لارې د پیسو د لیږ پرته امکان نه لري. هغه له نړیوالو وغوښتل چې افغانستان په خلکو دی ظلم نه کوي او د دوی پیسې دی ورته بیرته آزادې کړي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د بانکونو سره دسوداګرو او خلکو د اړیکو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې سوداګر بهرنیو شرکتونو ته د پیرل شوو سوداګریزو توکو پیسې د بانک له لارې تادیه کوي. د بانکونو د همکارۍ پرته په سوداګریزو معاملو کې د پیسو لیږد ناممکن دی. هغه د اسلامي امارت او د افغانستان بانک په چارواکو غږ وکړ چې د پخوا په څیر د بانکدارۍ خدماتو چمتو کولو ته اجازه ورکړي.
 
ښاغلي باز د خپلو خبرو په اوږدو کې زیاته کړه "موږ د هېواد څخه دباندی د سوداګریزو فعالیتونو ترسره کولو لپاره، د بهرنیو اسعارو څخه د ګټې اخیستنې سره هیڅ کومه ستونزه نه لرو، لیکن په هېواد کې دننه د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د بهرنیو اسعار په ځانګړې توګه د کلدارو څخه ګټه پورته کول په کلکه غندو او مخالفت يې کوو. او همدارنګه د هېواد قدرمن سوداګر او هېوادوال هڅوو، چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو څخه چې زموږ ملي هویت دی ګټه پورته کړي."
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د خلکو د ستونزو په حل کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو هڅو یادونه وکړه چې د افغانستان د اسلامي امارت د بیلابیلو بنسټونو او چارواکو سره په همغږۍ کې ترسره شوي، اود افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر خلاصون یې ټینګار وکړ.
ښاغلي نجیب الله امیري د بانکونو په فعالیتونو، سوداګرۍ، د خلکو په اقتصاد او د اسعارو په لوړېدو د افغاني پیسو د کنګل کیدو د منفي اغیزو په اړه خبرې وکړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې ددوی ټولې شتمنۍ په بانکونو کې خوندي دي. او د افغانستان بانک څخه يې وغوښتل چې په مرکز او ولایاتو کې خپلې ټولې شعبې فعالې کړي.
 
د ناستې په پای کې، ټولو ګډونوالو په یوه خوله د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي.