د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د رخت واردوونکو اتحاديې له رئیس او چایو یو شمیر سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د رخت واردوونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله او د چایو یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي حاجي عبیدالله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي پخوانیو هڅو څخه د مننې کولو ترڅنګ، خپلې ستونزې په لاندی ډول بیان کړې:
• په تورخم کې د زرګونه خالي کانتینرونو او ګاډو توقف
• د چین سره د سوداګرۍ کوونکو سوداګرو لپاره د چین ویزو ته عدم لاسرسې
• په خصوصي بانکونو کې يې د امانتي پیسو ستونزه
• د سوداګریزو توکو پیر په موخه د هېواد څخه دباندی د پیسو په لیږد کې ستونزې
• او سوداګریزو جوازونو تمدید کولو ته عدم لاسرسې
 
ښاغلي حاجي عبیدالله او سوداګرو د پورته یادو ټولو ستونزو حل په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د وارداتو او صادراتو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، سوداګرو وړاندیز وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت باید د بیلابیلو سوداګریزو توکو واردولو او صادرولو لپاره ځانګړي بندرونه په پام کې ونیسي ترڅو په بندرونو کې د زیاتې ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته زیاته کړه چې د اتاق مشرتابه لا دمخه د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک چارواکو سره د خالي لاریو او پیسو لیږد په اړه خبرې کړي او دوی ورسره ژمنه کړې چې په دی برخه کې به لازمه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د چین ویزو ترلاسه کولو په اړه د اتاق مشرتابه به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره هم خبرې وکړي ترڅو دا مسله په کابل کې د چین سفارت سره په همغږۍ کې حل کړي.