د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي دوه اړخیزې نړیوالې سوداګرۍ شرکت د لویو پروژو ډیپارټمنټ له اجرائیوې رئیسې سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل د دوه اړخیزې نړیوالې سوداګرۍ شرکت د لویو پروژو ډیپارټمنټ له اجرائیوې رئیسې آغلې کیسي، د چایناټاون مؤسس ښاغلي یومینګ هوی او ددی مؤسسې له یو شمیر تخنیکي مؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د حرارتي برښنا تولید په برخه کې د چینایانو د پانګه اچوونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
اغلې کیسي د دوه اړخیز نړیوال سوداګریز شرکت د لویو پروژو پانګونو په ځانګړي توګه په کابل ولایت کې د ۳۰۰ میګاواټه ډبرو سکرو حرارتي بریښنا تولید په اړه د مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د حرارتي بریښنا پروژې پلي کولو کې د اسلامي امارت چارواکو سره د همغږۍ او تفاهم په کولو سره د هغوی څخه وغواړي چې دوی ته د وړیا ځمکې چمتو کولو، پانګوونې تضمین او د دوی امنیت تضمین کولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند، چینايي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په اوسني وضعیت کې د پانګه اچونې د شته فرصتونو په اړه وویل: "بریښنا د خلکو او د هېواد خصوصي سکتور یو له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده او په هغو ناستو کې چې موږ د افغانستان اسلامي امارت اړوندو وزارتونو له سرپرستانو سره کړي دي، دوی موږ ته د بهرنیو پانګه اچونو ترلاسه کولو او د لازمو آسانتیاوو برابرولو په تړاو ډاډ راکړی دی."
 
ښاغلي مهمند د پروژې له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپل دقیق جزئیات او مشخص وړاندیزونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره شریک کړي ترڅو اتاق د پروژې د پلی کیدو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اړوندو وزارتونو سره خبرې وکړي او د همکارۍ څخه یې دوی ته ډاډ ورکړي.