د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغانستان نوین ساختماني شرکتونو اتحاديي له رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان نوین ساختماني شرکتونو اتحاديي له رئیس ښاغلي سید جواد حیدري سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي حیدري د اتاق د همیشنیو همکاریو په تړاو د اتاق څخه د مننې کولو ترڅنګ، خپلو اوسنیو ستونزو ته داسې اشاره وکړه "د افغانستان نوین شرکتونو په پخواني ماليي وزارت او نورو وزارتونو کې د ساختمانۍ کارونه ترسره کړي دي، خو له بده مرغه، چې پخواني حکومت موږ ته زموږ پیسې نه دي تادیه کړي. ځکه نو موږ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه په خورا درنښت هیله کوو، چې زموږ دې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې له موږ سره مرسته او همکاري وکړي."
 
ښاغلي مهمند د ساختمانۍ شرکتونه د هېواد په بیارغونه کې بنسټیزې ستنې وبللې او ژمنه يې وکړه، چې اتاق مشرتابه به یاده ستونزه د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت له ښاغلي وزیر او د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون سره شریکه او د حل لارې چارې به ورته ولټوي.