د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اوبلن ګاز سوداګرو او د کابل ښار ټانک لرونکو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د اوبلن ګاز سوداګرو او د کابل ښار یو شمیر ټانک لرونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو او هېوادوالو ته د بهترو خدماتو وړاندی کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د اوبلن ګاز سوداګرو او واردوونکو د هېواد په لویو لارو کې د دوی د ټانکرونو خوندیتوب او د غیر قانوني پیسو اخیستنو مخنیوي په تړاو د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه وکړه او د نظام بدلون، په وارداتو کې سکتګي، د اسعارو بیې لوړوالی او د شاهزاده سرای بندوالی يې د اوبلن ګاز بیې د لوړوالي علتونو په توګه یاد کړل.
 
دوی ډاډ ورکړ، چې د شاهزاده سرای خلاصیدل او د اوبلن ګاز واردول په عادي ډول بیا پیل کیدل به د اوبلن ګاز په بیو کې د پام وړ ټیټوالی رامینځته کړي. سربیره پردی، دوی خپلې یو شمیر ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، هېوادوالو ته په مناسبه بیه د ښو خدماتو په وړاندی کولو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې د اوبلن ګاز سوداګر او ټانک لرونکي یوه اتحادیه رامینځته کړي ترڅو دغه اتحادیه په مرکز او ولایاتو کې د اوبلن ګاز ورځنۍ بیې تنظیم او په سیمه ایزه کچه د بیو راپور هم وړاندی کړي.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو څخه وغوښتل چې د خلکو ستونزو په پام کې نیولو سره باید د اضافه پیسو اخیستلو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، که نه، نو د سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا او د افغانستان اسلامي امارت نورو اړونده مسؤلینو سره د ګډې همکارۍ په پایله کې به، د یادو ستونزو حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.