د کابل شهزاده سرای له 20 ورځو ځنډ وروسته بيا فعاليت پېل کړ

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او د افغانستان اسلامي امارت په همکاريو د کابل شهزاده سرای بېرته خپل عادي فعاليت پېل کړ.
د شهزاده سرای او د صرافانو د فعاليتونو د بيا پېل په موخه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال ښاغلي محمد يونس مهمند د طالبانو د اسلامي امارت له لوري د شهزاده سرای د محافظت او د خلکو د امانتونو د خوندي ساتلو له امله مننه وکړه، چې دغه کار په شهزاده سرای او صرافانو د خلکو د باور لامل هم شو.
 
ښاغلي مهمند وويل: د افغانۍ ارزښت ثابت ساتل د ټولو ګډ مسووليت دی او لازم ده،‌ چې صرافان د اسلامي امارت د اقتصادي کميسيون، د دافغانستان بانک او د سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ سره د افغانيو د بيې ارزښت ساتنې کې هر اړخيزه همکاري وکړي.
 
د اتاق لومړي مرستيال ډاډ ورکړ، چې د شهزاده سرای د فعاليت پېل سره به د خلکو او په ځانګړي ډول د‌ هېواد د سوداګرو ستونزې تر ډېره بريده حل شي.
په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دارالانشاء رييس خان محمد سرفراز باز هم حضور درلود.
 
د‌ شهزاده سرای مرستيال حاجي دادګل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوامداره همکاریو له مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې شهزاده سرای او صرافان د تېر په څېر د خلکو او سوداګرو په خدمت دي او دغه راز د اسلامي امارت د ډېرو همکاريو غوښتنه يې وکړه.