په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پیغام!

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هوډ لري، چې په هر وخت او هر ډول شرایطو کې د هېواد د خصوصي سکتور په هر اړخیز او اغیزمن ډول استازیتوب وکړي او په هر حالت کې د خصوصي سکتور اوچت غږ واوسي.
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د هېواد ملي سوداګر په هر حالت او نظام کې د خپلو مالي سرچینو (پانګو) په کارولو سره په اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو کې ښکیل دي، ترڅو هېوادوالو ته سوداګریزو خدمتونه وړاندی او د حکومت سره همکاري او همغږي وکړي.
 
همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هوډ لري چې د افغانستان حکومت او خصوصي سکتور ترمینځ اړینه همغږي رامنځته کړي، ترڅو په هېواد کې د اقتصادي پراختیا، پانګې زیاتوالي او د سوداګرۍ په پروسه کې اغیزمن رول ولوبوي.
 
د خصوصي سکتور ټولنه اوس هم ژمنه ده، چې په هېواد کې د پانګونې، تولید او سوداګرۍ په برخه کې خپلو فعالیتونو ته د دوام ورکولو ترڅنګ، د تقاضا او عرضې پروسه تنظیمه کړي، ترڅو د ګرانو هېوادوالو او مصرف کوونکو اړتیاوې پوره کړی شي.
د حکومت سره د خصوصي سکتور تعامل یو اړخیز نه دی، بلکه ددی سکتور فعالیتونو دوام لپاره حکومت باید د خصوصي سکتور لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته، زیربناوې جوړې او خدمات وړاندی کړي. له همدی امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب په حکومتي چارواکو غږ کوي، چې د سوداګرو ژوند او ملکیت تضمین کولو او خصوصي سکتور ته د عامه خدماتو چمتو کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
 
په ورته وخت کې، په هېواد کې د بانکدارۍ خدماتو ژر تر ژره فعالولو ته بیړنۍ اړتیا لیدل کیږي. د بانکدارۍ خدمات باید ژر تر ژره فعاله شي، ترڅو سوداګر او پانګه وال وکولی شي د بانکي خدماتو څخه په ګټې اخیستلو سره خپلو فعالیتونو ته په اغیزمن ډول دوام ورکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو دولتي ادارو چې خصوصي سکتور ته خدمات وړاندی کوي لکه: ګمرګونه، د مالیاتو څانګه، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د ملي سټنډرډ ادارې ژر تر ژره د بیا فعاله کیدو غوښتنه کوي.
 
دا هم باید په پام کې ونیول شي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګریزې او ټرانزیټې اړیکې د سوداګرۍ په ډګر کې یو لوی او ستر حقیقت دی او هیڅکله تری سترګې نشي پټیدای. څومره ژر چې امکان لري، باید د سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګریزې او ټرانزیټې اړیکې بیا فعاله کړو ترڅو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په چوکاټ کې د کار کولو ترڅنګ، اغیزمنې او هر اړخیزې پایلې ترلاسه کړو.
 
ددی فرصت نه په ګټې اخیستنې سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق حکومت سره د هر اړخیزې همکارۍ غښتلتیا، خپلو فعالیتونو ته د دوام، ګرانو هېوادوالو ته د خدماتو وړاندی کولو او دولتي ادارو سره د اغیزمن تعامل لپاره چمتو او خوشبین دی.