د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس او د افغانستان لپاره په اقتصادي چارو کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت جنرال قونسل آنلاین ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، او د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د متحده ایالاتو جنرال قونسل ښاغلي پاتریک هورني سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، د هېواد سوداګریز او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدیار وویل، په دی نازکو شرایطو کې چې د هېواد سیاسي ثبات د اټکل وړ نه هم دی، د سمې هېوادونو سره سوداګرۍ ته باید لومړیتوب ورکړی شي. ځکه چې د سیمې او نړۍ سره سوداګري نه یواځې د اقتصادي پرمختیا بلکه د خلکو بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې هم خورا اړینه ده. او نه باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو تر منفي اغیزو لاندی راشي.
 
ټولو ته څرګنده ده چې جنګ په ټرانزیټي لارو، اقتصادي او سوداګریزو زیرمو خورا ناوړه اغیزې لري، چې له بده مرغه زموږ ګران هېواد هم دغه ناوړه پدیده تجربه کړې ده.
 
د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو، امنیت تامین او د سیاسي ثبات څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ د هېواد وګړو او خصوصي سکتور ته ډاډ ورکوي تر څو د هېواد خصوصي سکتور په ډیر خوندي چاپیریال کې خپلو کړنو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي الکوزي د چابهار بندر ارزښت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ وویل " پاکستان له بده مرغه زموږ سوداګرۍ ته سیاسي بڼه ورکړې، او تیر کال افغانانو د ۷ میلیارده پاکستانۍ کلدارو په ارزښت پاکستاني لوري ته د دیمبریج او ځنډونې په توګه تادیه کړي دي. دوی تل زموږ د سوداګرۍ په وړاندی ستونزې رامنځته کړي خو د چابهار بندر يې یو ښه بدیل کیدای شي. مګر د امریکا متحده ایالات باید ددی بندر څخه وضع شوي تعزیرات لری کړي.
 
د غونډې په پای کې، د متحده ایالاتو په استازیتوب ښاغلي پیټریک ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره به په ګډه په اقتصادي او سوداګریزو پروژو کار کوي ترڅو موجوده ستونزې حل او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لامل شي.