د مرکزي اتاق عامل پلاوي د ولایتي او ولسوالي اتاقونو سره د همغږۍ رامنځته کولو په تړاو آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایې، د مرکزي اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د مرکزي اتاق ډیپارټمنټونو آمرینو او د ولایتي اتاقونو آمرینو په دې ناسته کې په آنلاین ډول ګډون وکړ.
 
ښاغلي عطايې د ولایتونو او ولسوالیو اتاقونو څخه د هغو هڅو په تړاو مننه وکړه چې د دوی په ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو شتون برسیره دوی د خصوصي سکتور فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې ترسره کړي دي. نوموړي زیاته کړه "له بده مرغه د هېواد په یو شمیر ښارونو کې د تاوتریخوالي دوام د خصوصي سکتور فعالیتونو بندولو او کمولو ته لاره هواروي."
 
ښاغلي عطايې ددی ناستې د موخې او اړتیا څرګندونې ترڅنګ، وویل "دغه ناسته په دوه ډیرو اړینو موضوعاګانو راڅرخي چي عبارت دي له:"
۱. د اتاق د لوړو او ستراتیژیکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د دفتر تاسیساتو همغږي او تحرک رامینځته کول او د اتاق د موجوده تاسیساتو کې عصري پوهه او ټیکنالوژۍ په پام کې نیولو سره؛
د خصوصي سکتور لپاره د خدماتو رسولو ته وده ورکول.
 
۲. د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو داخلي غوښتنواو ننګونو ته رسیدګي کول او همدارنګه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې دا ننګونې حل کول.
ښاغلي هوتک او د تفتیش مسؤلینو خپلې اړوندې موضوعګانې مطرح او ګډونوالو ته وړاندې کړې.
 
د ولایتي اتاقونو عامل پلاوو آمرینو هغه فعالیتونه تشریح کړل چې دوی د مرکزي اتاق د ستراتیژۍ او پالیسۍ په تړاو ترسره کړي، او د موجوده ننګونو په تړاو یې خپل پلانونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي عطايې د ولایتي اتاقونو آمرینو وړاندیزونو، ستونزو او نظرونو اوریدو وروسته، د ستونزو د له منځه وړلو او واندیزونو ته د رسیدګۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.