د۲۰۲۰ زیږدیز کال دوبۍ نړیوال نندارتون کې برخه اخیستو ته لیواله شرکتونو لپاره د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د سوداګرۍ او صنعت وزارت نندارتونونو رئیس، د اتاق د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د۲۰۲۰ زیږدیز کال دوبۍ نړیوال نندارتون کې برخه اخیستو ته لیواله شرکتونو لپاره د پوهاوي غونډه کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي عطايې ګډونوالو ته د هیواد د محصولاتو معرفي کولو، بازار موندنې او سیمې او نړۍ ته د فعالیتونو پراخولو په برخه کې د نندارتونونو په ځانګړې توګه د دوبۍ ۲۰۲۰ نړیوال نندارتون ارزښت په اړه مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، زیاته کړه " د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په همغږۍ کې، په نړیواله کچه د افغاني محصولاتو د ودې لپاره د افغان شرکتونو ګډون ته لار هواره کړې ده."
 
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نندارتونونو رئیس د دوبۍ نړیوال نندارتون په اړه او د افغانستان حکومت لخوا ګډونوالو ته په دی نندارتون کې د برخې اخیستو په موخه، چمتو شویو اسانتیاو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
 
د دوبۍ نړیوال نندارتون، چې د روان کال په اکتوبر کې په دوبۍ کې ترسره کیږي، د ۶ میاشتو لپاره به دوام وکړي. له ۱۰۰ څخه ډیر افغاني شرکتونه او د ټولې نړۍ څخه په سلګونو شرکتونه به پدې نندارتون کې برخه واخلي او خپل محصولات به نندارې ته کیږدي.
 
په دی نندارتون کې به افغاني محصولات لکه زعفران، قیمتي ډبرې، د درملو بوټي، غالۍ، زیورات، مرمر او ګرنیټ، لاسي صنایع او نور صادراتي محصولات نندارې ته کیښودل شي.