د په کار ګمارونکو ښځو سولې ملي ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس په ګډون ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس شفیق الله عطايې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له خوا " د په کار ګمارونکو ښځو سولې ملي ناسته" تر عنوان لاندی په جوړه شوې غونډه کې د ګډون کولو ترڅنګ، د ښځینه سوداګرو فعالیتونو په وړاندی د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړی او د سولې په منځته راتګ، پرمختګ، د خصوصي سکتور او ښځو په وړاندی د ننګونو له منځه وړلو په برخه کې ددی ډول ناستو ترسره کول اړین وبلل.
 
ښاغلي عطايې په صنعت او پانګوونې برخو کې د میرمنو تشبثاتو له ودې څخه خوښي څرګنده او ټینګار يې وکړ چې د ښځو د پانګونې د ملاتړ لپاره منظمې تګلارې تراوسه نه دي پلې شوې. او دا هغه ننګونې دي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل پرې د برلاسه کیدو هڅې کړي دي.
 
ښاغلي عطايې د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې د میرمنو رول خورا حیاتي ګڼلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به د تل په څیر د خصوصي سکتور ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي عطايي زیاته کړه "سوداګر د هیواد اوسني وضعیت ته ډیر اندیښمن دي او دواړه ښکیلې خواوې باید د سولې په خبرو کې د خصوصي سکتور مهم رول په پام کې ونیسي، ځکه چې خصوصي سکتور په هیواد کې د تلپاتې سولې په رامینځته کولو کې مستقیم رول لري."
 
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه غړو د هیواد په اقتصادي وده کې د میرمنو رول خورا اغیزمن وباله او ویې ویل چې د سولې په پروسه کې باید د ښځو رول ته په درنه سترګه وکتل شي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مدیره پلاوي رئیسې آغلې افسانه رحیمي په تیرو شلو کلونو کې د ښځو رول وستایه او زیاته یې کړه چې اوس مهال ۵۷ زره ښځینه سوداګرې او کارګرانې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په هېواد په کار بوختې دي چې د دولت جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
 
آغلې رحیمې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه هم وغوښتل چې د ښځینه متشبثینو لپاره د زیاتو اسانتیاو برابرولو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د یوناما دفتر سیاسي برخې مرستیالې آغلې (لیزا رفیک) او د ټولیزې سولې میکانیزم رئیسې آغلې لیلما ناصري د افغانستان اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده او زیاته يې کړه چې ښځینه میرمنې د خپل سیاسي راتلونکي په اړه اندیښمنې دي او باید دې اندیښنو ته ژر تر ژر د پای ټکې کیښودل شي.
 
د ناستې په پای کې، ګډون کوونکو د فرصتونو او ننګونو پیژندلو لپاره په بیلابیلو سکتورونو کې ګروپي کار ترسره کړ ترڅو وکولی شي د دوی دفعالیت په وړاندی شته ننګونې او فرصتونه وپیژني او ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې په ګوته کړي.