په هرات ولایت کې موټر لرونکو خپلو لاریون ته دوام ورکړ

د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګیدو له امله ۱۲۵۴ سودګریزې لارۍ سوزیدلي. اسناد يې د ‏هرات ولایتي اتاق له لوري راټول او د جبیرې په موخه يې د څیړنې پلاوي ته سپارلي دي. له هغه ‏وروسته شاوخوا دوه میاشتې تیریږي او له بده مرغه د پورتني یاد شوي تاوانونو د جبران لپاره هیڅ ګام ‏نه دی پورته کړی شوی‎.
 
د همدې موخې لپاره د موټر چلونکو اتحادیې او یو شمیر موټر چلونکو په هرات ولایت کې لاریونونه ‏وکړل او د هغوی د زیانونو د جبران په موخه يې د اسلام قلعه او تورغندۍ بندرونو ته غځېدلې لویې ‏لارې د دریو ورځو لپاره د بابري موټرو په مخ وتړلې. دوی ګواښ کوي چې که چیرې دولت ددوی ‏غوښتنو ته ځواب ونه وايې، دوی به د میرداود لویه لاره چې د هېواد نورو ولایتونو ته غځیدلې ده، د ‏وسایطو پر مخ وتړي‎.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان له حکومت څخه د وارد شوي زیان د جبران غوښتنه ‏کوي‎.